IQNA

د امام علی علیه السلام حرم کې د نادر شاه د سرو زرو تاج + انځور

1:33 - December 12, 2016
د خبر لمبر: 3480312
نړیواله ډله: د نادر شاه له اړخه د سرو زرو تاج چې د امام علی علیه السلام حرم څارونکې سازمان ته یی ډالي کړې وو، بیا د امام علی علیه السلام حرم ته ورکړلي شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، دا د سروزرو تاج چې په کې یوه نښه د آل عبا پنجتن او څوارلس نور د څوارلس معصومین علیهم السلام نښه ده.

دا اثر چې د صدام په حکم د هغه د حکومت په شورو ضبط شوي وو اوس د دغې سپېڅلې حرم څارونکې سازمان په کوښښ سره بیا خپل ځای ته راوړل شو.

غواړې چې د ۱۷ ربیع الاول په ورځ د میلاد النبی صلی الله علیه و آله سره مناسبت لرونکې مراسمو کې دا تاج د امام علی علیه السلام د حرم په ګنبد باندې نصب کړي.

تقریباْ ۲۸۰ کاله مخکې نادر شاه د هند فتح کولو نه پس خپل نظر د عراق سپېڅلو زیارتونو ته ورکولو په وخت ورکړې وو او حکم یی کړې وو چې نجف کې د امیر المومنین علیه السلام د حرم ګنبد او منارې له سرو زرو سره مزین کړې او په ګنبد باندې د سره زر چې څوارلس نورو لرې د غدیر خم بیعت په عنوان نصب کړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3552975


د امام علی علیه السلام حرم کې د نادر شاه د سرو زرو تاج + انځور

د امام علی علیه السلام حرم کې د نادر شاه د سرو زرو تاج + انځور

captcha