ایکنا - د شام وسلوالو مخالفانو ډلې تحریرالشام د دمشق په زینبیه سیمې کې د حضرت زینب سلام الله علیها د حرم له شاوخوا خپل څو ملیتي پوځي ځواکونه ویستلي دی چې علت ئې په دوی د شکایتونو زیاتیدا او ناسم چلند ښودل شوی دی.
د خبر لمبر: 3490430 خپرونې تاریخ : 2025/01/07
ایکنا – د عراق په کربلا معلی کې د حضرت اباعبدالله الحسین علیه السلام سپيڅلی حرم د دهغه بزرګوار د مور حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه میلاد د کلیزې په شپه او ورځ له هغو زیارتوالو ډک ؤ چې له عراقه او نورو هیوادونو کربلا ته ورغلي،څو دغه ورځ د حضرت امام حسین علیه السلام د نوراني بارګاه په شاوخوا کې ولمانځي.
د خبر لمبر: 3490351 خپرونې تاریخ : 2024/12/23
ایکنا - په سورئې کې د حضرت رقیه سلام الله علیها د مقدس حرم د آستان دتولیّت له خوا خپور شوی ، راغلي دي،د حضرت رقیه د مقدس حرم درستو مینه والو ته اطلاع ورکول کیږي چې د تحریر الشام ډلې یو پلاوی د اسلامی ادابو او احتراماتو او بشبړ ادب په رعایتولو سره حرم ته ورغلی او له زیارت کولو څو ساعته وروسته بیرته تللی دی.
د خبر لمبر: 3490294 خپرونې تاریخ : 2024/12/11
ایکنا = د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت د کلیزې په ماسبت د پاکستان په اسلام اباد کې په ؛ ا لکوثرپوهنتون ؛ کې د حضرت عباس علمدارعلیه السلام د سپیڅلي حرم د بیرغ د رپولو دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3490269 خپرونې تاریخ : 2024/12/07
د ربیع الاول میاشتې له پیلیدا سره په یووخت د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي
د خبر لمبر: 3489844 خپرونې تاریخ : 2024/09/14
د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت د ورځو په نږدې کیدا سره د ایران له بیلابیلو ولایتونو څخه زیارتوال
د خبر لمبر: 3489791 خپرونې تاریخ : 2024/09/03
ایکنا –د حسیني اربعیّن له پلی لاریون څخه د پاتې کسانو لاریون چې د تهران له میدان امام حسین(ع) څخه د شاه عبدالعظیم تر حرم پورې ترسره شو، په میلیونو خلکو پکې ګډون درلود او ځای خلکو ئې ډ ير پراخ هرکلی کړی او په درستې لارې کې کابو یو زر بڼځه سوه موکبونه جوړ شوي وو، چې د زیارتوالو هر ډول خدمتونه ئې کول او همداراز ئې کلتوري ،قرآني او نوره د ماشومانو لپاره هم ډول ډول پروګرامونه وړاندې کړل
د خبر لمبر: 3489763 خپرونې تاریخ : 2024/08/26
ایکنا – د ایران د هلکانو د زده کونکو د قرآن،عترت، او لمانځه دعمومی سیالیو دوه څلویښتم پړاؤ پایزې دستورې په مشهد کې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې د چنګاښ د میاشتې په دیرشمه نیټه ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489575 خپرونې تاریخ : 2024/07/22
ایکنا – د م حرم ال حرم د میاشتې په لومړۍ ورځې سره په یووخت د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارئ د پیلیدا لپاره د ؛صلا؛ دودیزې دستورې د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په اولسمه یعني په تیرې یکشنبې ورځې د رضوي مقدس حرم د خادمانو په وسیله ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489502 خپرونې تاریخ : 2024/07/08
ایکنا – د خانه کعبي پرَده د تور حریر یا وریښمو یوټوکر دی چې د قرآن کریم آیتونه په طلائي تار سره لیکل شوي او هرکال د حج په دستورو کې د عرفې ورځې په سهار بدلیږي.
د خبر لمبر: 3489381 خپرونې تاریخ : 2024/06/15
د آیت الله ابراهیم رئیسي جنازه د میلیونونو مینه والو په ویر او ماتم کې خراسان رضوي ولایت ته په ترټولو روستي سفر د امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په لور روانه کړئ شوې ده او خلک په ویر او ماتم کې د یاحسین یاحسین او شهادت شهادت او تسلیّت تسلیّت په چغو سره خپل شهید و لسمشر بدرګه کوي څو امام رضا علیه السلام په څنګ کې ئې خاورو ته وسپاري .
د خبر لمبر: 3489267 خپرونې تاریخ : 2024/05/23
په درست هیواد کې پنځه ورځې عمومی ویر
ایکنا – حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر او ورسره د ملګرو د شهادت په مناسبت په تسلیّت وئيلو او د ۵ ورځې عمومی ویر په اعلانولو سره وفرمائيل؛ محترم رئیسي ستړیا نه پيژندله . په دغې تراخې پيښې کې د ایران ملت له یوه مخلص، ارزښتمن او صمیمي خدمت کونکي محرومه شو . د هغه لپاره د خلکو رضایت او صلاح د الهي رضایت ښودنه کوي، پر هر څه برلاسه باله، له دې امله د ځينو بدغواړو او ناشکره کسانو کړاؤنه او ځورول د چارو د اصلاح او پرمختګ لپاره د هغه د شپې ورخې هڅو خنډ نه کیدل.
د خبر لمبر: 3489252 خپرونې تاریخ : 2024/05/21
ایکنا- د روژې د مبارکې میاشتې د نولسمې شپې ولولناکې او پرتمینې دستورې چې د امام رضا علیه السلام د زیارتوالو او شاوخوا اوسیدونکو په شتون سره د جوشن کبیرد روحاني او معنوي دعا،د استغفار ذکر، او په سر باندې د قرآن له نیولو سره یوځاي وې،پرون شپه په رضوي مقدس حرم کې ترسره شوې او یوه معنوي او روحاني فضا ئې رامینځةکړې وه .
د خبر لمبر: 3488968 خپرونې تاریخ : 2024/03/30
ایکنا- په مشهد مقدس سپيڅلي ښار کې د حضرت امام رضا علیه السلام مقدس حرم د روژې په مبارکې میاشتې کې هره ورځ د زرګونو روژتیانو د روژماتي لپاره پروګرام لري او په دغه مقدس ځاي کې هره شپه په زرګونو روژتیان د خپلې معنوی تندي له ماتولو سره سره روژماتی هم د امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په کوربتوب سره ترسره کوي چې یوه بله ولولناکه و معنوي فضا رامینځةکويږ
د خبر لمبر: 3488955 خپرونې تاریخ : 2024/03/27
ایکنا- د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلی حرم د قرآن کریم میویزم چې دنړۍ د قرآن د لومړني تخصوصی میوزیم په توګه پیژنل کیږي، هر کال د زرګونو کتونکو کوربه دی.
د خبر لمبر: 3488909 خپرونې تاریخ : 2024/03/19
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک شجاع ځوانان هرکال د حضرت امام خمیني په مرقد کې په شتون سره د هغه بزرګوار له آئيډیاؤ سره خپل میثاق نوی کوي.
د خبر لمبر: 3486512 خپرونې تاریخ : 2022/11/26
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي د شاهچراغ دغمیزې له عاملانوڅخه دغچ په اخستو باندې په ټينګار سره ووئيل،دامریکا،انګلستان،اسرائيلو،عربستان ورستو رژيمونو ته خبرداری ورکوو چې په همدغو ځوانانو سره به ستاسو په لور راشو او بې ځوابه به مو پرې نږدو.
د خبر لمبر: 3486382 خپرونې تاریخ : 2022/10/29
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د حکومت د کابینې غړو د حکومت د اونۍ په رارسیدو سره نن د اسلامي انقلاب د ارواښاد بنسټګر په پاک حرم کښې په شتون سره د امام خمیني له آرمانونو سره ژمنه تازه کړه
د خبر لمبر: 3486133 خپرونې تاریخ : 2022/08/23
تهران (ایکنا) –د ایران د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې د یوم الله یعنې د سلواغې د دولسمې نیټې ځانګړې دستورې به سږ کال د ایران د اسلامي شورا د مشر په وینا سره، د امام خمیني رحمت الله علیه په پاک حرم کښې ترسره شي
د خبر لمبر: 3485343 خپرونې تاریخ : 2022/01/30
تهران (ایکنا) - د امام علي علیه السلام د سپیڅلې زیات د خدمت کونکي برخې د م حرم په میاشته کې، د امام حسین علیه السلام د عزادارو لپاره د امام علي علیه السلام د حرم بهرنۍ برخه په سورو قالینونو وپوښلو.
د خبر لمبر: 3483550 خپرونې تاریخ : 2020/08/25