IQNA

په سېلاب کې زیان لیدلې قرآن کریم سمولو لپاره د مالیزیا هیلې ځلې

23:22 - November 12, 2017
د خبر لمبر: 3480769
نړیواله ډله: د مالیزیا ترنګانوی ولایت حکومت د پنانګ ولایت مشرانو سره په اخیرنی سېلاب کې زیان لیدلی شوې قرآن کریم په هکله دغه ولایت ته د مرستې وړانديز وړاندې کړو.
په سېلاب کې زیان لیدلې قرآن کریم سمولو لپاره د مالیزیا هیلې ځلې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د برناما خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ترنګانو حکومت اطلاع ورکوونکې کمېټۍ مشر غزالی طیب وویل: د اسلامی چارو ادارو کارپوهان ترنګانو پرته له هیڅ لګښت نه د دې نسخو د حل کولو لپاره یو ځای کار وکړي.

هغه وویل: دغه ستر سېلاب سره د نورو ځایونو، جوماتونه او دینی مرکزونو هم زیان لیدلی او تقریباْ یو شمېر قرآنی نسخو زیان لیدلی دي.

طیب زیاته کړه: هم د دې په سبب، د دې سترو سېلابونو چې د په پنانګ ولایت کې په اخیرو ورځو کې راغلې، مونږ تیار یو چې د دغه ولایت مشرانو سره د زیان لیدلی قرآن کریم سمولو کې مرسته وکړو.

په ورستو ورځو کې شدید بارانونو سره سېلابونه راغلې چې د مالیزیا په غربی شمال کې واقع په پنانګ ولایت کې ودانۍ او تاسیساتو ته یی زیان رسولي او یو شمېر خلکو په دې سېلابونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تېرې اونۍ د مالیزیا هوا پوهاندو سازمان دغه ولایت لپاره د خطري اعلان کړي، او ویلې دې چې د نورو سختو بارانونو او سېلابونو امکان وجود لري.

captcha