ایکنا- د ملګرو ملتو د بشري هستوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492685 خپرونې تاریخ : 2026/04/20
ایکنا - د امریکا د نیویارک نوی ښاروال زهران ممداني د مهاجرینو ددفاع لپاره پهقرآن او د پیغمبر اکرم په سیرت استناد وکړ.
د خبر لمبر: 3492419 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
د « تلاوت حکومت» پروګرام
ایکنا - د مصر د قرآني تلويزيوني پروګرام « د تلاوت حکومت » نومې پروګرام نوې برخه له بېلابېلو موضوعاتو سره مل وه، او پکې ټينګار وشو چې استاد مصطفی اسماعيل د خپل خوږ، اغېزشیندونکي او استادانه غږ له لارې د اسلامي نړۍ زړونه اغېزمن کړي دي.
د خبر لمبر: 3492199 خپرونې تاریخ : 2025/12/22
ایکنا - یو نوي بالیووډي فلم هڅه کړې چې د تاج محل د جوړېدو په اړه تاریخي روایتونه تحریف کړي او دا وبریښوي چې دغه ودانئ د هندوانو لهخوا جوړه شوې ده.
د خبر لمبر: 3492134 خپرونې تاریخ : 2025/12/09
ایکنا –د ملایشیا د سلانګور ایالت اعلی وزیر له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د قرآن ارزښتونه دې د مسلمانانو د ټولنو په ورځني ژوند کې عملي کړي.
د خبر لمبر: 3492128 خپرونې تاریخ : 2025/12/08
ایکنا - د پاکستان حکومت او ملت د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس له بې وسلې کولو سره سخت مخالفت اعلان کړی دی.
د خبر لمبر: 3492100 خپرونې تاریخ : 2025/12/02
ایکنا - په استانبول کې د څلورو ورځو خبرو اترو په بهیرکې، پاکستان او افغان طالبان د ټي ټي پي د کنټرول په اړه یوې موافقې ته ونه رسیدل؛ اسلام آباد د عملي تضمینونو د نشتوالي او د کابل لخوا د وسله والو په اړه د ناکافي کنټرول په اړه شکایت وکړ، پداسې حال کې چې د سرحدي نښتو زیاتوالي او د نړیوال څارنې میکانیزم نشتوالي دا بندون لا پسې ژور کړ او په سیمه کې یې د پراخ پوځي اقدام سیوری وغورځاوه.
د خبر لمبر: 3491945 خپرونې تاریخ : 2025/10/30
ایکنا - د کاناډا د کبک ولایت یو مسلمان فعال وایي، د دې ولایت سیمهیز حکومت له سیکولریزم څخه د اسلامي مظاهرو او نښو د محدودولو لپاره استفاده کوي.
د خبر لمبر: 3491407 خپرونې تاریخ : 2025/07/16
ایکنا - کابو میاشت وړاندې په تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د جګړې له امله پاکستان د تورخم دورازه د ۲۷ ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ پر مخ خلاصه او ویل کېږي چې مسافرو ته به سبا اجازه ورکړل شي.
د خبر لمبر: 3490841 خپرونې تاریخ : 2025/03/22
ایکنا - په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر، علیرضا بیکدلي د افغانستان د بامیان له والي غوښتنه کړې چې د امام خمیني ۱۲۰ بستریز روغتون د پرانیستې د جواز د صادرولو په اړه د کابل د حکومت له مشرتابه سره خبرې وکړي.
د خبر لمبر: 3490588 خپرونې تاریخ : 2025/02/04
ایکنا -د کشمیر په سلګونو ماشومانود افراط پالواو ترهه ګرو په وسیله د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې د پاراچنار سیمې د بې ګناه او مظلومو مسافرانو په عامې وژلې او ددغې سیمې د ماشومانو په بد وضعیّت باندې په اعتراض کې په یولړ مظاهرو کې په شعارونو ورکولو سره خپل اعتراض وکړ او په لاسونو کې ئې د ماشومانو په یاد کې شمعې پورته کړې.
د خبر لمبر: 3490444 خپرونې تاریخ : 2025/01/09
ایکنا - د انډونیشیا په مرکزي سولو جاوا ښار کې د جماعت اسلامی ګوند د وسلوالې ډلې همتړونونو په زرګونو غړی سره غونډ شول څو له افراطي لیدتو ګو څخه خپل انصراف او دغه راز انډونیشیا ته خپله وفاداری اعلان کړي.
د خبر لمبر: 3490368 خپرونې تاریخ : 2024/12/25
ایکنا – د اسپانیا لومړی وزیر یوخل بیا د یوه خپلواکه هیواد په توګه د فلسطین د په رسمیّت پیژندنې غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490358 خپرونې تاریخ : 2024/12/24
ایکنا - د بلوچستان په قلات کې ترهه ګرو بیا د ۲۲ امنیتی مامورانو وینه وبهوله
د خبر لمبر: 3490168 خپرونې تاریخ : 2024/11/16
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت د سیستان اوبلوچستان ولایت د زاهدان د اهل سنت د جمعې امام د کردستان د والی انتخاب، داهل سنت په شخصیّتونو اوغوره کسانو د اسلامی نظام د اعتماد نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3490112 خپرونې تاریخ : 2024/11/05
ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په مختلفو سیمو کې حالات هماغه شان ترینګلي دي.نن هم لوئر کورم کې په مینګَک سیمې کې د مخ پټو وسلوالو کسانو په ډزو کې یو کس ظاهر علی وژل شوی دی
د خبر لمبر: 3490000 خپرونې تاریخ : 2024/10/14
ایکنا - د پاکستان دفاع وزیر ددې خبرې په منلو سره چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددښمنیو دلیل د فلسطین له مظلوم ملته ددغه هیواد ملاتړ دی ، ټينګار وکړ، په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائيلي رژيم حمله ددوي پر مځکنۍ بشپړتیا تیری دی، نو ځکه ددغه تیري په ضد د تهران کوټلی اقدام یو دفاعي او مناسب ځواب ؤ.
د خبر لمبر: 3489058 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنانیوز- د افغانستان د طالبانو د حکومت ریس الوزرا مرستیال د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا له غړو سره په کتنې کې ووئيل، په دغه هیواد کې مذهبی، ژبني او قومي تعصبات هیڅ ځاي نه لري او په خلاف ئې اقدامات کیږي.
د خبر لمبر: 3488523 خپرونې تاریخ : 2024/01/04
ایکنا-(اسلام اباد) د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان مقتي په کابل کې موجود د پاکستان له ډيپلوماټيک پلاوي سره خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3487967 خپرونې تاریخ : 2023/09/17
د یاددښت ورځ
ایکنا-( کابل) په اوسني وضعیّت کې تر څو طالبان د افغانستان په داخل کې ونه منل شي، د دوي نړیواله رسمیّت پيژندنه هیڅ امکان نه لري او دې چارې افغانستان په یوه له ابهامه ډک او ځوړنده وضعیّت کې راوستی دی چې داسې ښکاري،په دغو دوو کلونو کې د افغانستان دچارواکو لپاره څه خاص خبره نه ده او له دغه وضعیّته ترټولو زیات تاوان هم یوازې ددغه هیواد ولس ته متوجه دی.
د خبر لمبر: 3487902 خپرونې تاریخ : 2023/09/04