IQNA

د امریکا د پوځ له چارواکې سره د طالب ویاند لفظي شخړه

23:55 - May 02, 2020
د خبر لمبر: 3483102
تهران(ایکنا) - به افغانستان کښې د امریکې د پوځ ویاند او د طالبانو ویاند د دوه اړخیزې سولې د بهیر په اړه لفظي شخړه پيل کړې ده.

جنرال سکاټ میلر څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو د قطعې د غړو سره د لیدو په مهال خبرداری ورکړی و که طالبان خپل بریدونه کم نکړي باید د خپلو بریدونو ځواب ته چمتو شي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي میلر د دغو څرګندونو په اړه وضاحت غوښتی و.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په ټویټر کې ذبیح الله مجاهد ته په خطاب کې لیکلي دي: "تاسو د جنرال میلر د هغو خبرو په اړه وضاحت غوښتی چې له طالبانو یې غوښتي وو تاوتریخوالی کم کړي. راځه چې واضح یې کړو: د افغانستان خلک سوله غواړي. نړۍ له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي‌ او په کوویډ۱۹ تمرکز وکړي. اوس د تاوتریخوالي د درولو وخت دی."
د امریکايي ځواکونو ویاند دا او نورې خبرې د طالبانو ویاند ته په یو رسمي لیک کې کړي او دا لیک یې په خپل ټویټر کې خپور کړی دی.
په لیک کې په ښکاره ویل شوي دي چې د طالبانو مشران پوهیږي چې د سکاټ میلر هدف څه دی.
په لیک کې همدغه راز ویل شوي دي: "د تاوتریخوالي‌ د اونۍ تر پیل کېدو مخکې تر نن پورې، امریکا په طالبانو باندې یو برید او عملیات نه دي‌کړي."

 

په لیک کې له طالبانو غوښتل شوي چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې هلې ځلې چټکې کړي: "تاوتریخوالی، تاوتریخوالی زیږوي."
د امریکايي ځواکونو د ویاند د دغه لیک په پای کې ویلي‌ چې د سکاټ میلر "خبرداری د جنګ خبرداری نه نه، بلکې د سولې د هیلې لپاره و."
امریکا او طالبانو د فبروري په ۲۹ په قطر کې تړون وکړ. امریکايي چارواکي وايي که د تړون ټول شرایط عملي شي، بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.
د تړون له مخې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان به ۱۰۰۰ افغان سرتېري او حکومتي کارکوونکي پرېږدي او بین الافغاني مذاکرات به پيلیږي چې افغانستان کې دایمي سولې ته لار پرانیستل شي.
په تړون کې طالبانو او امریکايي لوري ژمنه کړې چې په یو او بل به بریدونه نکوي، خو په افغان ځواکونو باندې د طالبانو د بریدونه د نه کولو په اړه کومه ژمنه نه ده شوې.
افغان چارواکي وايي له دغه تړون راپديخوا طالبانو څه باندې ۲۸۰۰ بریدونه کړي، شاوخوا ۱۰۰ افغان سرتېري او ۳۳۰ ولسي وګړي یې وژلي او څه باندې ۴۵۰ نور یې ژوبل کړي دي.

captcha