ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کې د ایران حکومت ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي د امریکا لخوا له هیڅ ډول قانونی ادعا پرته د افغان ولس د شتمنیو کنګل کول د دغه هیواد د منافقانه دریځونه ښودونکې وباله .
ده وویل اقتصادی بایکاټونه د امریکایی چارواکو سیاسی اوزار دې او دا چی وایی د خلکو او بشری حقوقو په ګټه عمل کوي ، دروغ دي .
ده زیاته کړی ده که امریکایان د خلکو ملاتړی وای نو باید ولې په دغو سختو شرایطو کې چی د افغانستان خلک په کړاو او سختو اقتصادی او معیشتی شرایطو لاندی دي ، د خلکو پیسې او شتمنۍ په چټی پلمو کنګل کوي . کاظمی قمی جوته کړه امریکایان هڅه کوی له اقتصادی اوزار او اقتصادی دباونو په ملتونو او حکومتونو د خپلې ارادې د تپلو لپاره ناوړه استفاده وکړی