IQNA

عربستان د ایران په لور د ورورولۍ او دوستۍ لاس  اوږد کړی

6:46 - January 04, 2022
د خبر لمبر: 3485222
تهران (ایکنا) -  د سعودي عرب د خارجه وزیر  دا څرګندونې په داسې حال کې  تکراریږي ، چې  ایران کلونه کلونه کیږي ، عربو هیوادونو ته ئې د سیمې د امنیت  لپاره  له   هراړخیز و ملګرتیاؤ او تعامل  سره په ارتباط کې  روښانه وړاندیزونه  وړاندې کړي دي .

 

ایکناخبری آژانس د ایرناله قوله راپور راکړ دسعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  د اردن له خارجه وزیر ایمن اصفدي سره په ګډ خبري کنفرانس کې ووئيل،د سیمې له امنیت سره اړونده  دعربانو اندیښنو ته به د ایران توجه لامل شي،څو ریاض او عرب هیوادونه خپل د دوستۍ لاسونه  تهران په لور اوږدۀ کړي .

 د سعودي عرب د خارجه وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې تکراریږي ،چې  ایران کلونه کلونه کیږي ، عربو هیوادونو ته ئې د سیمې د امنیت  لپاره  له هراړخیز و ملګرتیاؤ او تعامل سره په ارتباط کې  روښانه وړاندیزونه وړاندې کړي دي .

 دسعودی عرب خارجه وزیر له دې مخکې هم وئیلي وو ،هیواد ئې د ایران دنوي حکومت په لور د دوستۍ لاسونه اوږدوي او هیله لري ،چې  مثبت ځواب  وویني  .

 دتهران او ریاض دډيپلوماټیکو اړیکو د غوڅیدا کابو شپږوکلونو په تیریدا سره ،څو میاشتې کیږي ،دواړو هیوادونو د بغداد په کوربتوب سره  د  اړیکو دښه کولو په موخې سره  خبرې اترې ترسره کړي دي .په حقیقت کې سږکال له هماغه پیله تر نن پورې په بغداد کې دخبرواترو څلور پړاؤنه ترسره شوي او  رسمي او غیررسمي راپورونه  ښئ چې  د خبرواترو بهیر تر دې دمه مثبت  دی .

https://www.irna.ir/news/84601086/

captcha