iqna

IQNA

بچوې
مناسبات
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې له اسلامی هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره هیڅ خنډ نه لري، د تهران  او ریاض اړیکو له ټینګیدا څخه ئې د اسلامی ملتونو او دحکومتونو خوشالۍ او هرکلی ته اشاره وکړه.
د خبر لمبر: 3487487    خپرونې تاریخ : 2023/06/18

ایکنا-(تهران) د افغاستان د طالبانو د حکومت د روغتیائي چارو وزیر قلندر عباد ووئیل، بهرنیان باید د ایران او افغانستان په مناسبات و کې ګوتې ونه وهي او د افغانستان حکومت هیڅ داسې اراده او نیّت نه لري چې  ددواړو هیوادونو مناسبات او اړیکې تاوان وویني .
د خبر لمبر: 3487424    خپرونې تاریخ : 2023/06/01

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر د ترکیې  د ولسمشر په توګه د رجب طیب اردوغان  د بیا ټاکل کیدا په باب په مبارکۍ وئیلو سره  هیله وښودله چې  په نوي پړاؤ کې ، ددواړو هیوادونو سیاسی،اقتصادي ،امنیتی ،کلتوري او تجارتي  اړیکې لازیاتې پراخې شي.
د خبر لمبر: 3487417    خپرونې تاریخ : 2023/05/31

ایکنا- (تهران) د ترکیې د استانبول په ایا صوفیه جومات کې پرون سهار لمونځ د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رجب طیب اردوغان د بریالیتوب په مناسبت او د لسګونو زره خلکو په ولولناک شتون سره ترسره شو.
د خبر لمبر: 3487413    خپرونې تاریخ : 2023/05/30

ایکنا-(تهران) د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن زهرا بلوچ په فارس خلیج کې په وروستیو بدلونونو د خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل پاکستان په سیمه کې د دوست او وروڼو هیوادونو په تیره بیا د ایران او مصر ترمنیځ د اړیکو د عادی کولو په لړ کی د هر ډول هڅې هرکلی کوی
د خبر لمبر: 3487398    خپرونې تاریخ : 2023/05/27

 ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ددې خبرې په تکرارولو سره چې د افغانستان حکومت ټولشموله دی ،ووئيل، د حکومت جوړښت ته دپخوانیو سیاستوالانو بیرته ستنیدا د فساد سبب کیږي.
د خبر لمبر: 3487397    خپرونې تاریخ : 2023/05/27

ایکنا-(تهران) دافغانستان په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487392    خپرونې تاریخ : 2023/05/25

ایکنا-(تهران) یوې نړیوالې سرچینې په یوې مقالې کې لیکلی دي،واشنګټن له دې وروسته باید هغې نوي جیوسټراټژیکې ارادې ته چې د ایران او عربستان موافقې په سیمې کې رامینځّةکړې ده ،د احترام په سترګه وویني،ځکه سیمه د تاؤتریخوالی دختمولو  او خپل مینځیو مشکلاتو د ختمولو په لور روانه ده او  له دې وروسته نوره  په سیمې کې  دخپلو بې پایه  ګوتوهنو لپاره  له دغه درز او نیمګړتیاؤ  استفاده نشي کولی.
د خبر لمبر: 3487347    خپرونې تاریخ : 2023/05/17

ایکنا-(تهران) په اسپانیا کې د ایران د سفارت  دکلتوری خونې په همت او د کمییاس کاتولیک پوهنتون او د ایران د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د دینونو اوکلتورونو د خبرواترو دمرکز  په مشارکت سره د اسلام او مسیحیّت سمینار ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487312    خپرونې تاریخ : 2023/05/10

ایکنا-(ـتهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي ووئيل، نن سبا په ټولو اقتصادي او سیاسی ډګرونو په تناسب سره او د تیلو او ګیسو دحوزې د یوه جوړښت له نظره دډډې کولو ته په پام سره،په نوو ډګرونو کې له نورو هیوادونو سره د ایران د اقتصادي او تجارتي اړیکو سویه په چټکۍ سره لوړولی شو.
د خبر لمبر: 3487299    خپرونې تاریخ : 2023/05/07

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا مشرپه سیمې کې د ایران او ازبکستان رول ته په اشارې سره ووئيل، سیمې هیوادونه دې د افغانستان له جوړجاړي سره دمرستې لپاره  له یوه بل سره ملګرتیا ولرل شی  او ټول باؤري یوو چې په افغانستان کې د ملی حکومت په جوړولو کې دې ټول قومونه اوډلې ټپلې رول ولري څوپه دغه  هیواد کې امنیت او پراختیا ټينګه شي.
د خبر لمبر: 3487296    خپرونې تاریخ : 2023/05/07

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر بیګا د قزاقستان له لومړي وزیر علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  ووئيل، که څه هم تیر کال د ایران او قزاقستان  تجارتي اړیکو ترپام وړ پورې وده درلودلې،خو دغه سویه ددواړو هیوادونو  له ظرفیّتونو سره په تناسب کې نه ده او باید  ددغو اړیکو دلوړتیا لپاره لازیاته هڅه وکړو.
د خبر لمبر: 3487247    خپرونې تاریخ : 2023/04/27

ایکنا-(تهران) د پاکستان ولسمشر عارف علوي په نیواکي فلسطین(اسرائیلو)  کښې د حالاتو خرابیدل او په الاقصی جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې بریدونه هم د نړۍ د مسلمانانو د اندیښنې او د غم سبب وبلل او په نړۍ کښې د مسلمانانو پرضد د توپیر او په هند براعظمګي کښې د مسلمانانو د ځپلو او د هغوې د حالت په هکله یې هم اندیښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487168    خپرونې تاریخ : 2023/04/11

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  او عربستان خارجه وزیرانو په بیجینګ کې دموافقې له لاسلیک کیدا وروسته ددوهم ځل لپاره  په ټیلی فونی خبرو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د دوه اړخیزه ګډې غونډې د ترسره کیدا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
د خبر لمبر: 3487096    خپرونې تاریخ : 2023/03/27

ایکنا-(تهران)د سعودی عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په ټيلیفوني تماس کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د روژې د مقدسې میاشتې د رارسیدا په مناسبت مبارکي ووئيله.
د خبر لمبر: 3487075    خپرونې تاریخ : 2023/03/23

ایکنا-(تهران)د ایران دپوځ لوي درستیز سردار محمدباقري په تهران کې د پاکستان د پوځ دهوائي ځواک له قوماندان جنرال ظهیر احمد سره په کتنې کې د ایران اوپاکستان اړیکې تل مخ په وده وبللي او روښانه یی کړه، ددواړو هیوادونو پوخي قوماندانانو  د اړیکو او مناسبات و په پراختیا کې ځانګړی رول درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3486171    خپرونې تاریخ : 2022/09/02

ایکنا-(تهران)د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنې کې له ایران سره داقتصادي مبادلاتو د زیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486099    خپرونې تاریخ : 2022/08/12

ایکنا-(تهران) په سورئې کې د پاکستان سفیر او ددغه هیواد لومړي وزیر د مختلفو سیاسی،کلتوري او اقتصادي  زمینو کې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیاټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486065    خپرونې تاریخ : 2022/08/04

ایکنا-(تهران)د لویدیځي آسیا سیمې د چارو یو کارژپيژاند د ایران او عربستان ترمینځ دخبرو اترود سوئې د لوړتیا له امنیتی سوئې  تر سیاسی سوئې پورې د لوړتیا لپاره د محمد بن سلمان دغوښتې د مختلفو دلیلونو په بیانولو سره ووئيل؛ داسې ښکاري هغه دې موضوع ته متوجه شوی دی چېکه له ایران سره یوه تعامل ته وارد نشي،نو باید له صهیونییسټي رژيم سره  یوه تعامل ته وارد شي چې ډير زیات لګښتونه لري،نو ځکه د دواړو هیوادونوترمینځ دتاؤتریخوالي کمیدا ته هیله مند کیدلی شو.
د خبر لمبر: 3486034    خپرونې تاریخ : 2022/07/28

 ایکنا-(تهران )د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د حکومتي کابینې په غونډې کې ټينګار وکړ ،دسیمې له هیوادونو سره دتجارتي مبادلاتو د پیاوړتیا لپاره له رامینځةشوي  فرصتونو څخه استفاده یو ضرورت دی .
د خبر لمبر: 3485962    خپرونې تاریخ : 2022/07/06