ایکناخبری آژانس د المعراجه له قوله راپور راکړ، د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي آستان دماشومانو د روزنې او خیال کولو دادارې مشر منتظر عباس شریف په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، سږکال د حسینی اربعیّن د دستورو لپاره به زمونږ پروګرام په میلیوني لاریون کې دګډون کونکو ماشومو زیارتوالو د څواړخیز پروګرام په اجرا سره ډير خوندناک وي .
هغه په دوام کې ووظیل ،ددغه ځانګړي پروګرام ویه مهمه برخه ، هغه پروګرام ته بیله ده چې د ماشومو زیارتوالو لپاره به اجرا شي. په دغه پروګرام کې دنجف کربلا په لاره کې په واقع امام حسین ښارګي ې د ؛ماشومو زیارتوالو دتمځاي ؛ په نامې سره یو ځانګړی مرکز جوړ شوی دی .
د شریف په وینا،په دغه مرکز کې د انجونو اوهلکانو دوې برخې شاملې دي او مختلفې برخې ئې دي چې هره یوه برخه ئې د ماشومو او زلمیو زیارتوالو لپاهر خاص پروګرامونه اوخدمات لري،چې پکې دهغوي د وړتیاؤ په اساس کیسې، قراني چارې او علمی او مذهبی سیالۍ اجرا کیږي.
د یادولو ده چې سپيڅلي حسینی حرم د ماشومانو د توان دزیاتولو او دزده کړو او خیال ساتلو لپاره هم پلانونه اجرا کوي چې په دغې مودې کې به د ماشومانو په ښه ډول روزنه اوفکر کونه او په ذهنونو کې ئې د راتلونکی لپاره پلانونې هم ورځاي شوي دي.