ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د امام حسین (ع) د اربعین مراسم د سه شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳ ، د کربلا په سپېڅلي ښار او د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د اباعبدالله الحسین (ع) د میلیونونو مینهوالو او زائرانو په پراخ او پرتمین ګډون سره ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493148 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د حضرت عباس علمدار(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل د خزانو او خطي نسخو میوزیم اعلان وکړ چې د امام حسین (ع) د اربعین د میلیوني لاریون \پر مهال ئې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو لیدونکو کوربهتوب کړی دی.
د خبر لمبر: 3493147 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- زینب، یوه عراقي ماشومې نجلۍ چې په لیسې کې زدهکړې کوي، په یوه د ستاینې وړ اقدام کې وتوانېدله چې د قرآن کریم ټول حفظ یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې بشپړ کړي.
د خبر لمبر: 3493145 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له له پراخ انعکاس او پوښښ سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493143 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د افغانستان په بامیان کې د حسینی اربعین په دستورو کې ویناوالو په زغرده ووئيل؛ لوېدیځي استکباري هېوادونه د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په ظالمانه او غیرانساني ډول سرزوري کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امام حسین (ع) له مکتب څخه په الهام اخیستو سره د ظلم او استکبار پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او د عاشورائي استقامت په برکت ئې لوېدیځ، له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
د خبر لمبر: 3493142 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د بني عامر موکب، چې د عراق د بصرې ولایت اړوند د حسینی اربعین تر ټولو ستر موکب ګڼل کېږي، او هر کال د وخت د شرایطو له مخې خپل پیغام د هنري او تجسمي بڼو له لارې د عزادارۍ ترڅنګ خلکو ته وړاندې کوي، سږکال هم کربلا معلی ته ورسېد او د خپلې سترې غونډې قرآني پیغام ئې رسماً نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3493139 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
د ایران او عراق د قرآني فعالانو په ګډون
ایکنا- د حسيني اربعین د پیاده میلیوني لاریون سره هممهاله، د « شهید امام د وینې غوښتنې کاروان» نومې غونډه د ایران او عراق د قرآني ټولنې د غړو او د نورو اسلامي هېوادونو د یو شمېر زائرانو په پراخ ګډون، د نجف – کربلا د دمیلیوني ولولناک لاریو پر لاره ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3493137 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- له پرون راهسې د حسینی اربعین دستورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې میلیونونو مسلمانان او د اهلبیتو مینهوالو، د حضرت امام حسین(ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت سړکونو ته ووتل او د حسيني اربعین د ماتمي مراسمو په ترسره کولو سره ئې له سیدالشهدا(ع) سره خپله وفاداري تازه کړه.
د خبر لمبر: 3493134 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
ایکنا- د حسینی اربعین د زائرانو پر لاره د «قرآني تمځایونو» پروګرام، چې د قرآني فرهنګ د دودیدا، د زائرانو د قرائت د اصلاح، د اربعین له فرصت څخه د قرآني ارزښتونو د بنسټیز کولو، او زائرانو ته د وړیا قرآني خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی، د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3493133 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
ایکنا- د حضرت امام علي (علیه السلام ) سپېڅلی علوي زیارت ،د حسینی اربعین د ښځینه زیارتوالو لپاره ځانګړي قرآني پروګرامونه تنظیم کړي دي.
د خبر لمبر: 3493125 خپرونې تاریخ : 2026/08/03
ایکنا- د عراق د امنیتي رسنیو مرکز اعلان کړی چې د محرم میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه پورې کابو ۳.۵ میلیون بهرني زائران عراق ته داخل شوي دي.
د خبر لمبر: 3493118 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکنا- د حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت ابوالفضل العباس علیه اسلام د مقدسو حرمینو ترمینځ واټن ؛بین الحرمیّن؛ نن سبا د هغو میلیوني خلکو له ولولناکو او له روحانیّت ډکو دستورو په اوج کې د شتون شاهد دی چې په ولولې معنویّت او ارادت او کلک هوډ سره په د غه مقدس ځاي کې په زیارت او عبادت بوختیږي.
د خبر لمبر: 3493113 خپرونې تاریخ : 2026/08/01
ایکنا- د حسیني اربعین د میراث دریمه نړیواله غمیزه د علم او فرهنګ پوهنتون له لورې ترسره شوه؛ هغه سوګواره چې د اربعین د پوهې، هنر او تمدني میراث انځور وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3493111 خپرونې تاریخ : 2026/08/01
ایکنا- د حسینی اربعین د پلي میلیوني لاریون د څپې له پيلیدا او د کربلا په لور د اهل بیت علیهم السلام د میلیونونو مینه والو دحرکت له اوج سره په یووخت له ایلام ولایت څخه چې د حسینی زیارتوالو د تګ راتګ یوه ترټولو مهمه لاره ده ، هره ورځ د لسګونو زره داخلی او بهرنیو حسینی زیارتوالو کوربه دی
د خبر لمبر: 3493107 خپرونې تاریخ : 2026/07/30
ایکنا- د حضرت عباس (ع) د سپېڅلي حرم د قرآن علمي ټولګې په عراق کې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د اربعین د قرآني تمځایونو د تنظیم لپاره مقدماتي غونډه ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3493086 خپرونې تاریخ : 2026/07/27
ایکنا- د کربلا سپېڅلی ښار پرون د «نداء الاقصی» نومې پنځم نړیوال کنفرانس کوربه ؤ. په دغه کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو پلاوي او شخصیتونه ګډون وکړ،او د فلسطین د آرمان د ملاتړ لپاره د رسنیو او روایت رول ئې وڅېړ او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې ئې د مبارزې او عامه پوهاوي د رامنځته کولو لپاره د حسیني انقلاب له اصولو پر الهام اخستو وشو .
د خبر لمبر: 3493078 خپرونې تاریخ : 2026/07/26
ایکنا- د حسینی اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې خبر ورکړ چې د دغه کانګرس دارالانشاء ته ۵۰۰ علمي مقالې رسېدلې دي او دغه راز ئې وویل، د موکبدارانو روزنه او د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس) کارول د سږني کانګرس له مهمو موضوعاتو دي.
د خبر لمبر: 3493033 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بېسارې تاریخي صحنه ده چې د کربلا د عاشورا یاد تازه کوي.
د خبر لمبر: 3493007 خپرونې تاریخ : 2026/07/09