ایکناخبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی چمهوریت ولسمشرسید ابراهیم رئیسي پرون ناوخته د ازبکستان په سمرقند کښې د شنګهايي د ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د ۲۲ سرمشریزې ترڅنګ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وکتل او د تهران او اسلام آباد اړیکې یې مهمې وبللې.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان په پاکستان کښې د وروستیو سیلابونو په وجه یوځل بیا تسلیت ویلی او د سیلاب او سختو ورښتونو له امله یې د وفات شویو کسانو د کورنیو لپآره د روغتیا او صبر غوښتنه وکړه.
په دغه ملاقات کښې د پاکستان لومړي وزیر هم په دې خبرې سره چې په هیواد کښې یې د وروستي سیلاب پيښه د نړۍ د آب و هوا د بدلون له امله رامینځته شوې، د ګلخانه ایزو ګیسو د خپریدو له اصلي عاملانو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستۍ او ملګرتیا غوښتنه وکړه.
د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر هم داشان د انرجۍ په برخه کښې د ملګرتیا هرکلی وکړ او په دې برخه کښې د خنډونو د ختمولو لپاره یې د ضروري تعقیبونو په ترسره کوو ټینګار وکړ.