د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ټول ایران د اهل سنتو د علمیه مدرسو له مدیرانو ، د جمعې لمانځه له خطیبانو او علماو سره په کتنه کښې د اسلامي وحدت په اهمیت او د دغه وحدت د داغي کولو لپاره د بد غواړو په هڅو باندې ټینګار سره وویل : د اسلامي امت موضوع باید هیڅکله هیره نشي.
ایکنا خبري اژانس د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د دفتر د اطلاع رسونې د مرکز په قول راپور راکړی د اسلامي انقلاب ستر لارښود پرون له غرمې مخکې د ټول ایران د اهل سنتو د علمیه حوزو له مدیرانو ، د جمعې لمانځه له خطیبانو او علماو سره په ډله ئیزه کتنه کښې د اسلامي امت د ګران بیه کاڼي د هویت ساتل ضروري وبلل او د اسلامي وحدت په اهمیت او د هغه د داغي کولو لپاره د بدغواړو په هڅو باندې ټینګار سره يې وویل د اسلامي امت موضوع باید هیڅکله هیره نشي.
حضرت ایت الله خامنه اي په دغه کتنه کښې چې د وحدت د اوونۍ او د نبي اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت وشوه وویل د اسلامي امت د هویت مسله له ملت څخه ورهاخوا او اساسي مسله ده او جغرافیايي سرحدونه د اسلامي امت هویت او حقیقت نه بدلوي.
هغه حضرت خپل اسلامي هویت ته د مسلمانانو د بې تفاوته کولو لپاره غلیمانه هڅو ته په اشارې سره زیاته کړه : دا د اسلامي تعلیماتو پرخلاف دی چې یو مسلمان په غزې یا د نړۍ په بله کومه سیمه کښې د یوه مسلمان له کړاو څخه غافل ووسي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود اهل سنت علما په اسلامي امت او اسلامي امت باندې تکیې کولو ته وروبلل او په اسلامي دنیا او په تیره بیا ایران کښې مذهبي اختلافاتو ته د لمن د وهلو لپاره د بدغواړو مخینه لرونکو فعالیتونو او پلانونو ته په اشارې سره یې جوته کړه :هغوې له فکري، تبلیغي او اقتصادي اوزارونو په استفادې کولو سره زمونږ هیواد او په هره بله اسلامي سیمه کښې د شیعه او د سني د جلا کولو هڅه کوي او بد رټ وهلو ته له طرفینو څخه د ځینو کسانو د مجبورولو په شان اقداماتو سره اختلاف رامینځته کولو ته لمن وهي.
حضرت ایت الله خامنه اي له دغو دسیسو سره د مقابلې لاره او درملنه په وحدت باندې تکیه کول وبلل او ټینګار یې وکړ: د وحدت موضوع نه یو تاکتیک بلکې یو قراني اصل دی.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د شیعه او د سني د وحدت د داغي کولو لپاره په ځینو دانسته او یا نا دانسته اقداماتو باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: البته له ډیرو دسیسو سره سره زمونږ اهل سنتو ټولنې په جدیت سره له دغو غلیمانه انګیزو سره مقابله کړي ده چې د هغه ګواه په سپیڅلي دفاع او نورو پړاونو کښې د اهل سنتو د پینځلس زره کسانو شهیدیدل او د حق او د انقلاب په لاره کښې د ګڼ شمیر اهل سنت علماو شهیدیدل دي.
حضرت ایت الله خامنه اي د اسلامي امت د عزت مهم هدف ته رسیدل له اتحاد پرته ممکن ونه بلل او ویې ویل: نن سبا یو پریکنده واجب کار د غزې د او د فلسطین د مظلومانو ملاتړ کول دي او که چیرې څوک له دغه دندې سر وغړوي په پریکنده توګه پروردیګار به تر پوښتنه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4236901