IQNA

امریکا د افغانستان د حکومت د نسکورولو هڅه کوي

22:30 - June 23, 2020
د خبر لمبر: 3483296
تهران (ایکنا) - اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د پارلمان یوشمیر استازیو د اشرف غني د حکومت د نسکورولو لپاره د امریکا د هڅې خبر ورکړ .

د افغانستان په پارلمان کښې د بدخشان سیمې استازي میرمن نیلوفر ابراهیمي  پرون وویل امریکا د کابل د حکومت د نسکورولو او د موقته حکومت د جوړولو هڅه کوي .

هغې وویل د افغانستان پارلمان به هیڅ هیواد ته د اوسني حکومت د نسکورولو اجازه ورنکړي او د موقته حکومت د جوړولو لپاره د امریکا د ګونګوسو په وړاندې به مقاومت وکړي .

د افغانستان په پارلمان کښې د سمنګان ولایت استازي ضیاالدین ضیا هم وویل ځینې منافقین هڅه کوي چې د سولې د بهیر د پیلیدا په پلمه د افغانستان حکومت ناکامه کړي او موقته حکومت واک ته ورسوي .

هغه وویل اوسنی حکومت د افغانستان د زرګونو خلکو د وینې نتیجه دی او خلک به هیڅ ارګان ته د هیواد د دړې وړې کیدا اجازه ورنکړي .

د افغانستان په پارلمان کښې د جوزجان سیمې استازي  میرمن حلیمه صدف کریمي هم سوله داسې پلمه وبلله چې د افغانستان حکومت یې له خطر سره مخ کړي ده .

هغې وویل اوربند له طالبانو سره د افغانستان د سولې د خبرو اترو ترټولو مهم رکن دی او د اوربند له ټینګیدا پرته په افغانستان کښې حقیقي سوله نه ټینګیږي .

تهران پښتو راډیو

captcha