IQNA

 عربستان او امارات په افغانستان کې د نفوذ لپاره له قطر سره سیالۍ ته مخه کړې

15:56 - December 05, 2021
د خبر لمبر: 3485072
تهران (ایکنا)- د امریکا یوې خپرونې راپور ورکړی ، عربي هیوادونه  په افغانستان کې د نفوذ په سر سره سیالي کوي او عربستان او متحده عربی امارات  په افغانستان کې له قطر سره په برابر رول پسې دي .

ایکناخبري آژانس دتسنیم  له قوله راپور راکړ، دمتحده عربی اماراتو او سعودي عربستان په شمول د فارس خلیج  دحوزې عرب هیوادونه ،په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماټیکو نمایندګیو په پرانیستلو  او کابل ته د الوتونو دبیرته پیولو له لارې  هڅه کوي ، چې په افغانستان کې د قطر په څیر یو شان رول ولرل شي .

وال سټریټ ژورنال  خپرونې په یوه راپور کې ددې موضوع په اعلانولو سره لیکلي دي ،د امریکا عربی متحدان په افغانستان کې د خپل  شتون د پراختیا له لارې د طالبانو په نوزیږي حکومت کې په نفوذ پسې شوي دي .

په افغانستان کې قدرت ته دطالبانو له رسیدو وروسته قطر  چې تر کلونوپورې د طالبانو او امریکاترمینځ دسولې دخبرواترو  ځاي ؤ ، هڅه  کړې ده ، چې  د افغانستان او لویدیځ تریمنځ د یوه ارتباطي چینل  په توګه رول ولري .

په عین حال کې متحده عربی امارات او عربستان  چې د قطر سیمه  ایز سیالان شمیرل کیږي ، په وروستیو اونیو کې  ئې له طالبانو سره خپل تعاملات زیات کړی دی او دواړه هیوادونو په کابل کې  دخپلو سفارتونو فعالیتونه بیرته پیل کړي دي . داپه داسې حال کې دي  چې  په کابل کې د طالبانو له ولکې وروسته عربستان هم د امریکا او لویدیځي هیوادونو په څير خپل سفارت تړلی ؤ .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/09/14/2620402/رقابت- 

captcha