د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: دغه فيسټيوال د ايران، جنوبی كوريا، عمان، ويتنام، چين، پاكستان، جاپان، فلسطين، انډونيشيا او د هندوستان په شان هيوادونو په ګډون سره جوړ شو.
په دغه فيسټيوال كښې د ايران د كلتوری مركز نمايندګۍ د ايران د يو مهم تاريخی او مذهبی اثر ((ملك سليمان(ع) ) نومی فلم په غوره كولو سره ګډون وكړ.
د وئيلو ده چې دوه كاله مخكښې ايران د دغه فيسټيوال د كوربه په توګه غوره شوے وو. 1031790