IQNA

په تاتارستان كښې د تر ټولو غوره اسلامی خبری سایټ سيالی وشوه

22:08 - July 16, 2012
د خبر لمبر: 2370225
سياسی او اجتماعی ډله: د تاتارستان جمهوريت د مسلمانانو د چارو د دينی ادارې په اهتمام په قازان ښار كښې لا زياتو او غوره فعاليتونو ته د اسلامی خبری سایټونو د ترغيبولو په خاطر د قلم ترعنوان لاندې د ترټولو غوره اسلامی خبری سایټ سيالی وشوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې په دغه سيالۍ كښې چې د ډله ايزو رسنيو د كاركوونكو او جرنلسټانو لپاره مخصوصه وه په روسی ژبه د اسلامی پورټل سایټ انعام وګټۀ.
د انعام د وركولو په مراسمو كښې د حكومتی او دينی ادارو ځينو چارواكو منجمله د تاتارستان د دينی چارو د ادارې مشر او مفتی الدوز حضرت فېض اف، د تاتارستان د ولسمشر د دفتر له دينی تنظيمونو سره د غږملتيااو همكاۍ د ادارې مشر مارات ګاټين، د تعليم د شعبې مشر ولی الله حضرت يعقوب اف، د تبليغاتو او اطلاعاتود برخې مشر آی زيراك قارايووا او يو شمېر نورو لوړرتبه چارواكو هم ګډون وكړ.
د ويلو ده چې په دغه سيالۍ كښې چې د خالی په ورځ د چنګاښ دمياشتې په ٢٤ نېټه وشوه په تاتاری ژبه ((اېنټرتات، رو)) نومې اسلامی سایټ ترټولو غوره سايت په توګه معرفی شو.
1054056
captcha