د مجازی يا انټرنیټی فضا ډله: مونږ پكار دی وكړې شو په نويو او جديدو طريقو او لارو چارو سره د استعمالونكو سره رابطه ټينګه كړو، په حقيقت كښې كه چيرې د انټرنیټ د استعمالونكو د شبهاتو او پوښتنو ځواب وركړې شو او دغې موضوع ته ډيره پاملرنه ولرو نو كوې شوچې په مجازی يا د انټرنیټ په فضا كښې د تبليغ په كار كښې كامياب شو.
د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد وزير سيد محمد حسينی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په مجازی يا د انټرنیټ په فضا كښې د دين تبليغ ته په اشارې سره څرګنده كړه: په مجازی فضا كښې د دين د تبليغ يوه لاره د نورو استعمالونكو پوښتنو او په مجازی فضا كښې موجودو شبهاتو ته ځوابونه وركول دی چې په خواشينۍ سره په دې فضا كښې د شبهاتو ليدونكی او البته له نيكه مرغه د ډيرو استعمالونكو لخوا د يوشمير ځوابونو كتونكی يو.
دۀ زياته كړه: كه چيرو مونږ داسې كسان ولرو چې پوښتنو ته ځواب وركړې شی او د انټرنیټ په فضا كښې د مبلغ په توګه كار وكړی نو په مجازی فضا كښې د دين د تبليغ سره ډيره مرسته كوې شو.
د اسلامی كلتور او ارشاد وزير څرګنده كړه: تجربې ښودلې ده چې پوښتنې له هغو الهاماتو نه رامينځته كیږی چې په ذهنونو كښې موجود وی يا هغه مسائل چې په ټولنه كښې مطرح كیږی او د انټرنیټ استعمالونكی د خپل اړتياوړ لوری ته زيات رغبت پيدا كوی څو د خپلو پوښتنو لپاره يو ځواب ترلاسه كړی.
دۀ ووئيل: مونږ پكار دی مطالب په داسې ډول بيان كړو چې وكړې شو د مختلفو طريقو له لارې د نورو استعمالونكو سره رابطه ټينګه كړو، په حقيقت كښې كه چيرې د استعمالونكو شبهاتو او پوښتنو ته ځواب وركړې شو او دغې موضوع ته پوره پاملرنه ولرو نو كوې شو چې د انټرنیټ په فضا كښې د دين د تبليغ په كار كښې كامياب شو. 1060013