د ادب ډله: د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد وزير په اسلامی نړۍ كښې د كتاب د تقسيمولو د نامناسبې شبكې د بهبود او ښه والی لپاره د دغې وزاتخانې د چمتووالی خبر وركړ او وئې وئيل: دغه وزارتخانه اراده لری چې په اسلامی هيوادونو كښې د فرهنګی او كلتوری برنامو په پراختيا او له هيواده په بهر كښې مينه والو ته د دين په څانګه كښې د توليد شويو آثارو په وړاندې كولو سره د دغې برخې ستونزې هوارې كړی.
د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد وزير سيدمحمدحسينی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په هيواد كښې د دينی كتابونو د نامناسب تقسيم سره په رابطه كښې د قرآنی ناشرانو مشكلاتو ته په اشارې سره ووئيل: په دې زمينه كښې يو شمير مشكلات موجود دی چې د يولړ لاروچارو په استعمالولو سره په دې برخه كښې موجود مشكلات له مينځه تللې شی او په دې لړ كښې د نمونې په توګه په ټول هيواد كښې د ولايتی نندارتونونو جوړولو ته اشاره كوې شو.
دوی په دې بيان سره چې د داشان نندارتونونو جوړول ناشرانو او خپرونكو ته دا فرصت وركوی چې خپل ډير نوی او تازه آثار په يوه مناسبه فضا كښې مخاطباتو ته وړاندې كړی، په اسلامی نړۍ كښې د تقسيمولو شبكې او د قرآن كريم د بين المللی نندارتون ترسره كولو ته اشاره وكړه او دوام ئې وركړ: په بين المللی سطحه د قرآن كريم د نندارتون جوړول له هغو نورو لارو چارو څخه دی چې د اسلامی هيوادونو په كچه د اثر د عادلانه او مناسبې تقسيميدنې فرصت برابر كړی.
د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد وزير د اوسنيو شرايطو د ښه كولو په لاره كښې دخپلې وزاتخانې برنامو ته اشاره وكړه او وئې وئيل: له نورو اقداماتو څخه چې د ترسره كول ئې د كتاب د ويشلو او تقسيمولو د شرايطو په ښه والی كښې مؤثر كيدې شی، په اسلامی او ګاونډيو هيوادونو كښې د ايران د كلتوری او فرهنګی پروګرامونو پراختيا ده. 1069469