د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د جامعة المصطفی العالميه د نړيوالو چارو سلاكار او د ختیځ د تفكر د كلتوری – هنری موسسې مشر حجت الاسلام والمسلمين محسن ربانی ((د لاتينی امريكې په نړيوال ډګر كښې د قرانی ظرفيتونواو فعاليتونو څېړنه)) نومې يوه خصوصی غونډه كښې چې پرون د زمری د مياشتې په١٧نېټه د قران شريف د نندارتونو د قران او دملتونو كلتور په برخه كښې جوړه شوه د دې مطلب په بيانولو سره څرګنده كړه: دايران داسلامی انقلاب له كاميابۍ نه پس په نړۍ كښې داسلام، دين او الهی انبياؤ نومونه راژوندی شول او نن د نړۍ په لريو لريو سيمو كښې د دين، اسلام او قران موضوع مطرح ده چې دا چاره د ايران د اسلامی انقلاب دكاميابۍ په بركت سره عملی شوه.
هغۀ زياته كړه: قران شريف د ايران داسلامی انقلاب له كاميابۍ نه پس دلاتينی امريكې په ټولنو كښې زيات شتون پېداكړ. كه څه هم د انقلاب له كاميابۍ نه ترمخكښې پورې قران شريف يوازې د مسلمانو مهاجرينو لخوا او په عربۍژبه په كورونوكښې موجود ؤ خو د اسلامی انقلاب په بركت سره په دغو هېوادونو كښې په لسګونو اسلامی مركزون جوړ كړې شول او په دغو مركزونو كښې ارزښتناك قرانی فعاليتونه ترسره كیږی او قران كريم په اسپانيولی ژبه چې د دغې سيمې داكثريت ژبه ده ترجه شو.
1074469