
ایکنانیوز د «ilkha»، خبری سایټ له قوله راپور راکړی، د ترکیې د قرآن کریم د قرائت او حفظ دنړیوالو سیالیو یولسم پړاؤ د اپریل په شلمه نیټه د شپږدیرشو هیوادونو د ۴۴ سیالۍ کونکو په ګډون سره پیل شوی دی.
دغه پروګرام د دیاربکر په مرکز کې په ینی شهر سیمې کې د ؛صلاح الدین ایوبی ؛کمپلیکس د غونډو په هال کې ترسره شو . له مختلفو هیوادونو څخه له حافظانو او سیالئ کونکو سره یو ځاي زیات شمیر میلمنو هم په دغو دستورو کې ګډون وکړ.
په دغو سیالیو کې دمصر، روسیې، ایران،تاجیکستان،ډنمارک ،ملایشیا،نیوزیلینډ او فلسطین پشمول له ۳۶ هیوادونو څخه ۴۴ ګډون کونکو برخه واخسته . دقرآن کریم د تلاؤت په برخې کې ۱۲ ګډون کونکي او د حفظ په برخې کې هم ۳۲ کسان ګډون کوي.
په دغو دستورو کې د دیاربکر مفتی جلال بویوک د ترکیې ددینی چارو په ریاست کې د قرآن او تلاؤت دکمیټې مشر عثمان ایشین یورک ، دترکیې د پارلیمان د نهه ویشتمې مرحلې مشرمصطفی شنتوپ ،په دیني چارو کې د ولسمشر مرستیال حافظ عثمان شاهین، په دیاربکر کې د عدالت او پراختیا ګوند استازي ساییت یاز او نورو شخصیّتونو ویناوې وکړې.
په دغو سیالیو کې په څلورو مرکزي سیمو او دغه راز په ځينو لیرې پراتو سیمو کې به د؛قرآنی دسترخوانونو ؛ پروګرامونه هم ترسره شي او تمه کیږیي چې په دغو پييښو کې میلمانه هم ګډون وکړي.
له بل پلوه راپور شوی چې ددغو سیالیو د ګټونکو ډالیو دستورې به، دترکیې د ولسمشر رجب طیب په ګډون سره د ولسمشرۍ په کمپلیکس کې د اپریل په نهه ویشتمه نیټه په انقرې کې مایزدیګر دوه بجې ترسره شي.
د ترکیې د پارلیمان پخواني مشر مصطفی شنتوب په دغه پروګرام کې پخپلې وینا کې د قرآن کریم د حفظ پراهمیّت ټينګار وکړ. هغه دې ته په اشارې سره چې تقریبا هره کورنئ د قرآن کابو یو حافظ لري، ووئيل؛ د قرآن حفظ ډير لوي او محترم ځایئګی دی.
همداراز په دینی چارو کې د ولسمشر مرستیال حافظ عثمان شاهین هم د پروګرام د ترسره کونکو قدردانی وکړه او ټينګار ئې وکړ،قرآن کریم ته غوږ اچول او حفظ کول ئې عبادت دی او د هغه دتعلیماتو په اساس ژوند نهائي هدف دی . هغه همداراز په ژوند کې د قرآن کریم د کارونې پر اهمیّت ټينګار وکړ.
دترکیې دیاربکر ښار په سیمې کې د اسلامی بیلګو یو ترټولو مهم ځاي دی ، ځکه د پیغمبر اکرم (ص) د اصحابو میراث لري او دآناتولي لپاره یو حیاتي معنوي مرکز حسابیږي. دغه ښار د یوې داسې پيښې کروبه دی چې ورورولي او ګډ ارزښتونه منعکس کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4347832