د بوشهر ولايت د اسلامی تبليغاتو د لوېې ادارې د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) در پورټ له مخې: سيدعلی پناه محمودی نيا د دغه خبری په اعلانولو سره ووئيل: د مشهور او تكړه مصری قاری يحيی الشرقاوی په ګډون سره د قرآن سره د مينې غونډه د دشتستان د اسلامی تبليغاتو د ادارې په همكارۍ او د اوقافو او خيريه چارو د ادارې په همت ترسره شوه.
د دشتستان د اسلامی تبليغاتو د ادارې رئيس زياته كړه: دغه مراسم پرون د روژې په ٢٢نیټه په برازجان نومې عيدګان كښې د ماسپښين او مازدیګر له نمونځونو نه وروسته ترسره شوه. 1076444