د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نندارتون د هنر په فرهنګستان، د كاريكاټور په مركز او په امت واحده اتحادئې پورې پيئلې د فلسطين د معاصرو هنرونو د ميوزيم په همكارۍ سره ترسره كیږی او ټاكل شوې ده چې د نړۍ له ٣٥هيوادونو نه به د فلسطين او قدس په موضوع سره ١٠٠كارټونی تصويرونه نندارې ته كیښودل شی.
((كور ته ستنيدل)) نومې د كارټون دغه بين المللی نندارتون د روانې زمری د مياشتې په ٢٤نیټه د فلسطين د معاصرو هنرونو په ميوزيم كښې پيل شوے او د راروانې سنبلې يا وږی د مياشتې تر ١٤نیټې پورې به دوام ولری. 1078469