د ايران قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د مقاومت د فلم د فسټيول د عمومی روابطو له قوله د دغه خبر په اعلانولو سره زياته كړه: د ايران په كرمان ولايت كښې د مقدسې دفاع د دولسم فسټيول د ترسره كيدو سره په يووخت د كتونكو له نظره د دغه فسټيوال ټرټولو غوره فلمونه د خلكو په انتخاب او غوره كولو سره معرفی كیږی.
د غوره فلمونو له خاوندانو څخه به د فسټيول د پائې په مراسمو كښې قدرونه وشی. د دغه خبر له مخې د مقدسې دفاع او مقاومت د فلم د بين المللی فسټيول د ترسره كولو كمیټې د فسټيول د غوره فلمونو د ارزولو په چلن كښې د تماشه چيانو د ملګری كيدو په موخه د تماشه چيانو د رايو د يوې برخې اټكل كړے دے. 1086299