د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، په دې سياليو كې د مصر ، الجزاير ، لبنان، يمن او تيونس فيصله كونكې كمیټې په تيونس كې د قرآن كريم د قراءت او تجويد د نړيوالو سياليو په دوهم پړاؤ كې د لومړی، دوهم او دريم كسانو د نومونو په اعلانولو سره په ترتيب سره د اسلامی ايران حسن دانش، د مصر محمد جمال العمری او د يمن يوسف علد الخالق غوره كسان معرفی كړل.
هم دا راز دغې كمیټې هم دا راز د قرآن كريم د بشپړ حفظ په برخې كې هم له مراكش، ليبيا او كويت څخه برخه اخستونكی په ترتيب سره لومړی، دوهم او دريم غوره كسان معرفی كړل د قرآن كريم د حفظ او تلاوت د نړيوالو سياليو دوهم پړاؤ د تيونس د ولس د انقلاب له بری وروسته په لومړی ځل په دغه هيواد كې د ايران د اسلامی جمهوريت په شمول د نړۍ د شلو هيوادونو د قاريانو او حافظانو په شتون سره ترسره شوې.
1091903