IQNA

د ايران په همكارۍ سره په نورو هيوادونو كښې د محصلينو د قرآن د ملی مقابلو د ترسره كولو لپاره هڅه

20:36 - September 06, 2012
د خبر لمبر: 2406393
د قرآنی كارونو ډله: د محصلينو د رضاكار تنظيم د قرآن او عترت د مركز رئيس ټينګار وكړ: كۀ د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو سطحه لوړول غواړو نو يوه لاره ئې په نورو هيوادونو كښې د محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د ترسره كولو له لارې د تكړه ګډون كونكو شتون دے.
د محصلينو د رضاكار تنظيم د قرآن او عترت د مركز رئيس او د تهران ولايت د قرآنی جمعيت نايب رئيس رحيم قربانی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: هر قرآنی كار چې د پوهنتون يا په نړيواله كچه د لوړې زده كړې په چوكاټ كښې ترسره شی، ډيرې اغيزې لرلې شی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د مسلمانو محصلينو لپاره د قرآن د بين المللی مقابلو ترسره كول به د دغو مقابلو د ګډون كونكو، جوړونكو او كاركونكو لپاره يو خاص نورانيت ولری او په مختلفو سطحو كښې به هم د ګډون كونكو لپاره او هم د هغو كسانو لپاره زيات آثار او بركتونه ولری كوم چې له دغو برنامو نه ګټه وړی.
رحيم قربانی ټينګار وكړ: كۀ چيرې د مسلمانو محصلينو د قرآن بين المللی مقابلې يوازې په يو محدود وخت كښې ترسره شی نو جوته ده چې يوازې د ګډون كونكو لپاره او ډيره په محدوده توګه به اغيزه وكړی، خو كۀ وغواړو چې په قومی او بين الاقوامی كچه اغيزمن شو نو دا كار ځانګړو تدابيرو او هدف ټاكنې ته اړتيا لری. 1091923

captcha