د محصلينو د رضاكار تنظيم د قرآن او عترت د مركز رئيس او د تهران ولايت د قرآنی جمعيت نايب رئيس رحيم قربانی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: هر قرآنی كار چې د پوهنتون يا په نړيواله كچه د لوړې زده كړې په چوكاټ كښې ترسره شی، ډيرې اغيزې لرلې شی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د مسلمانو محصلينو لپاره د قرآن د بين المللی مقابلو ترسره كول به د دغو مقابلو د ګډون كونكو، جوړونكو او كاركونكو لپاره يو خاص نورانيت ولری او په مختلفو سطحو كښې به هم د ګډون كونكو لپاره او هم د هغو كسانو لپاره زيات آثار او بركتونه ولری كوم چې له دغو برنامو نه ګټه وړی.
رحيم قربانی ټينګار وكړ: كۀ چيرې د مسلمانو محصلينو د قرآن بين المللی مقابلې يوازې په يو محدود وخت كښې ترسره شی نو جوته ده چې يوازې د ګډون كونكو لپاره او ډيره په محدوده توګه به اغيزه وكړی، خو كۀ وغواړو چې په قومی او بين الاقوامی كچه اغيزمن شو نو دا كار ځانګړو تدابيرو او هدف ټاكنې ته اړتيا لری. 1091923