IQNA

د ((د علم او ټيكنالوجۍ په پرمختګ كښې د مسلمانو پوهو ښځو رول)) نومی كانفرنس ته بلنه اعلان شوه

23:09 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409217
ټولنيزه ډله: د ((د علم او ټيكنالوجۍ په پرمختګ كښې د مسلمانو پوهو ښځو رول)) نومی كانفرنس ته بلنه د تهران پوهنتون او د الجزاير د پوهنتون د اسلامی نړۍ د پوهو ښځو د نیټ ورك لخوا اعلان شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: ((د علم او ټيكنالوجۍ په پرمختګ كښې د مسلمانو پوهو ښځو رول)) په نامه بين المللی كانفرنس د تهران پوهنتون او د الجزاير د پوهنتون د اسلامی نړۍ د سائنسدانو او پوهو ښځو د نیټ ورك لخوا د روان كال ليندۍ د مياشتې په ٢٢ او ٢٣نیټه ترسره كيدونكے دے.
همداشان په ((د علم او ټيكنالوجۍ په پرمختګ كښې د مسلمانو پوهو ښځو رول)) نومی كانفرنس كښې د ګډون لپاره د مقالو د لیږلو وروستې فرصت د روان كال د لړم د مياشتې لسمه نیټه اعلان شوے دے.
مينه وال كوې شی د آثارو د لیږلو د طريقې او د كانفرنس د موضوعاتو او محورونو په هكله لازيات معلومات په څو راتلونكو ورځو كښې له http://mws.ut.ac.ir/indexfa.htm انټرنیټی پتې نه ترلاسه كړی. 1094983

captcha