IQNA

د مسلمانو محصيلينو قرانی سيالۍ د قران د نړيوال نټ ورك په جوړولو كښې يو موثره ګام

22:38 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410726
نړيواله ډله: د مسلمانو محصيلينو د قران شريف سيالۍ له نړيوالې مخه كونې سره د قرانی نټ ورك د بڼه نيونې په لړ كښې يو موثره ګام ګڼل كېدې شی. ځكه چې د ټولې دنيا مسلمان محصيلين په دغه نټ ورك كښې په غړيتوب سره په خپلو كښې زيات مذهبی تعلقات لرلې شی.
په ايران كښې د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو د څلورمې دورې د قرائت په څانګه كښې د ډنمارك نمائنده عمار العلم د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: يو اقدام چې د اسلام او قران شريف د تعليماتو په لا زياته اندازه ترويجولې او د مسلمانان اتحاد او يووالے رامنځته كولې شی په نړيوالې سطح باندې د قرانی نټ ورك جوړول دی چې د مسلمانو محصيلينو د قران شريف نړيوالې سيالۍ دغه هدف ته د رسېدو لپاره يو موثره ګام دے.
دغه ډنماركی قاری قرانی فعاليتونو ته په پراختيا وركولو كښې د پوهنتونونو موثره رول ته په اشارې سره وويل: له دې امله چې پوهنتونونه د ځوانانو په روزنه او هدايت كونه كښې زيات رول لری، په نتيجه كښې كولې شو په دې لړ كښې د خپلو فعاليتونو په هدايتولو سره د لا زياتو قرانی فعاليتونو په لاره كښې په دې اړه يو موثره ګام پورته كړو.ځكه چې پوهنتون له ځوانانو سره سروكار لری او د داسې كسانو روزنه په ذمه لری چې د قرانی مهارتونو د حاصلولو لپاره د خپل عمر په ډېره مناسبه دوره كښې دی چې په دې لاره كښې خپل وخت او انرجی په ښه توګه استعمالولې شی.
دغه قرانی قاری د دا ډول سياليو جوړول زيات اهميت لرونكی وبلل او وې ويل: په داسې سياليو كښې ګډون كول په ما كښې يو نۀ بيانوونكے معنوی قدرت پېدا كوی او داسې يو ښكلے احساس به تر ډېره موده زماپه وجود كښې باقی پاتې شی. او په دې سياليو كښې يوه دا موقع هم په لاس راځی چې د ټولې نړۍ قرانی فعال ځوانان په خپلو كښې سره اشنا شی او له يو بل سره خبرې اترې او بحث مباحثې وكړی او په دا ډول به يو نړيوال نېټ ورك په وجود كښې راشی.
هغۀ وويل د دې باوجودچې د ايران د اسلامی جمهوريت په خلاف خنډ اچونې او سياسی مسائل پېدا كونې جاری دی خو ايران په قران شريف باندې په منګولې لګولو سره په قرانی زمينه كښې د مخكښ كردار ادا كوی او ځوانان یې مستقبل ته اميداواره كړی دی.
هغۀ وويل د ايران خلق ډېر مهربان، نرم خويه، بخښنه كوونكی او مېلمه پاله دی او كېدې شی نور خلق هم له ماسره په دې باور كښې ملګری وی.
د ويلو د ه چې د مسلمانو محصيلينو د قران شريف نړيوالې سيالۍ د ايران د اسلامی جمهوريت د قرانی فعاليتونو د تنظيم لخوا په هرو دوو كالو كښې يو ځل جوړیږی چې د دغو سياليو څلورمه دوره د روانې هجری نمريزې يعنې د وږی د مياشتې له ٢٢ نېټې څخه د ايران په تبريز ښار كښې شروع شوې ده او د همدې مياشتې تر ٢٥ نېټې پورې به دوام ولری. چې پكښې له مسلمانو او غېر مسلمانو ګڼ شمېر هېوادونو څخه محصيلين برخه اخلی.
1066330
captcha