تبريز ته د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال د رپورټ له مخې: د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د فاينل سياليو په پائې كښې د ايران د اسلامی جمهوريت استازو غوره رتبې ترلاسه كړې.
د دغه رپورټ په اساس د دغو مقابلو په فاينل پړاؤ كښې چې پرون جمعه له مصر څخه د مقابلو د دې دورې د داور شيخ عبدالفتاح الطاروطی په ښكلی غږ كښې د قرآن په تلاوت سره پيل شو، په فاينل كښې د ګډون كولو لپاره د داورانو د ټيم لخوا د ټول قرآن د حفظ په برخه كښې ټول ټال ٧كسان او د قرائت په څانګه كښې ٦ تنه معرفی شول.
دغه رپورټ وائی چې د ګډون كونكو له كوټلې او سختې مقابلې نه پس په پائې كښې د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د داورانو كمیټې د ټول قرآن پاك د حفظ په څانګه كښې ايرانی ګډون كونكی ابوذر كريمی او د قرائت په څانګه كښې هم د ايران د اسلامی جمهوريت مجيدفقيه ته وړومبې مقام وركړ.
د وئيلو ده چې د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې اختتاميه دستوره نن سهار د ايران په تبريز ښار كښې ترسره شوه او داشان د دغو مقابلو دا څلورمه دوره د روانې وږی د مياشتې له ٢١نه تر ٢٥نیټې پورې د ايران د اسلامی جمهوريت په كوربه توب ترسره شوه. 1098364