د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Press TV» یې نقلوی چې د پاكستان يو شمير خلكو د پنجاب صوبې په مركز لاهور كښې په مظاهرو سره د دغه هيواد د شيعه مسلمانانو پر ضد د يو شمير معلومو ترهګرو ډلو لخوا د حملو په غندلو سره له حكومت څخه وغوښتل چې د شيعه مسلمانانو امنيت تامين كړی.
د پاكستان په لاهور ښار كښې د شيعه مسلمانانو دغه مظاهرې وروسته له دې روانې شوی چې په تيرې جمعې ورځ وسله والو ترهګرو د لاهورې د سترې محكمې يو شيعه وكيل په ډزو وواژه.
په تيرو څو مياشتو كښې طالبانو ته اړونده لشكر جهنګوی او سپاه صحابه ډلو د پاكستان په مختلفو سيمو كښې په شيعه مسلمانانو ګڼ شمير حملې او بم چاودنې كړ ی دی.
د پاكستان شيعه مشرانو له حكومت څخه غوښتی چې د ځانګړی كميسيون په جوړولو سره د دغه اقليت پرضد د خونړيو حملو په باره كښې تحقيق وكړی.
د بشری حقوقو څارونكی موسسې هم په سپتمبر مياشت كښې د پاكستان له حكومت څخه وغوښتل چې د هدفمنو حملو په وړاندې د شيعه مسلمانانو د ملاتړ لپاره جدی اقدامات وكړی.
په پاكستان كښې ډيرې ترهګرې ډلې په پوره ازادۍ سره فعاليتونه كوی. دغه ترهګرې ډلې له سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او له ځينو نورو عربو هيوادونو زياتې مالی مرستې ترلاسه كوی.
1123760