د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په تهران كښې داسلامی ویښتيا او پوهنتونونو داستادانو په نړيوالې غونډې كښې دبحرين ، لبنان، مصر او تيونس په شمول دسيمې دمسلمانو هيوادونو استادان ، سياستوالان او شخصيتونه ګډون لری او په دې غونډې كښې د لبنان په پارلمان كښې د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د فراكسيون يو شمير استازی هم برخه اخلی
. دغه دوه ورځنۍ غونډه دپرمختګ ، عدالت او دينی ولسواكۍ په شعار سره ترسره كیږی او پكښې دپوهنتونونو ۲۵۰ غير ايرانی او ۳۵۰ د ايران داسلامی جمهوريت دپوهنتونونو استادان ګډون لری . داسلامی ویښتيا او پوهنتونونو داستادانو په نړيوالې غونډې كښې به پينځه تخصصی كميسيونونه جوړ شی اولومړنی كميسيون په اسلامی ویښتيا او په اوس مهاله دنيا كښې دقدرت په ارتباط برياو غور كوی او بل كميسيون هم د ولسواكۍ پراساس د حكومت كولو او اسلامی ویښتيا په بحث غور كوی .
دغه راز په اسلامی دنيا كښې په نظريو دغور ، علمی ظرفيتونو، اقتصادی هويت ، اسلامی عدالت ، پرمختګ او اسلامی ویښتيا او داسلامی ویښتيا، دګواښونودپيژندلو او دفرصتونو په باره كښې هم ددغه غونډې په څنګ كښې يو شمير كميسيونونه جوړیږی .
1150930
`