د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی سيد حسن نصر الله چې له المنار ټيلويژنی چينله ئې د لبنان له ولس ته خطاب كاوه، د لبنان د اوسنی حساس شرائطو په باب ئې په خبرداری سره وويل له بده مرغه نن سبا ځينی هڅه كوی څو دفتنې د اوور د لمبو له زياتولو او لبنان ترمينځ واټن له څو كلونو او څو مياشتو څو ورځو ته راكم كړی .
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی وويل، ټول بايد د ځينو هغو چلونو په وړاندې چې هڅه كوی د تهمت او دروغو ادعاګانو په مطرح كولو سره د فتنې اوور لمبې زياتې كړی هوښيار او ځير ووسی .
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر سيد حسن نصرالله د اهل سنت له ځينو شيخانو ته په خطاب سره چې د ځينو ادعاګانو په مطرح كولو سره فتنو ته لمن وهی وويل هغه څه چې تاسو ئې تعقيبوئ د شيعه او سنی مسلمانانو تر منیځ پر فتنې سربيره به د ټولو لمن هم ونيسی او بيا به هیڅكله څوك ترې بچ پاتې نشی.
1196339