IQNA

احمدی نژاد: په پاكستان كې د شيعيانو د وژلې د عاملانو مقصد د اسلامی مذهبونو تر مينځ د اختلاف اچول دی

19:58 - March 11, 2013
د خبر لمبر: 2509851
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په پاكستان كې د شيعيانو د وژلې د عاملانو مقصد د اسلامی مذهبونو تر مينځ د درز او اختلاف اچول وګڼل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمود احمدی نژاد بیګا په پاكستان كې د مسلمانانو د بیګناه وژلې په غندنه كې ديوه پيغام په خپرولو سره ويول : د استكبار د تالی څټو عواملو هدف چې په ترهه ګرو عملياتو كې د پاكستان مسلمانان وژنی د اسلامی مذهبونو تر مينځ د درز پيدا كول او د هغوی د دوستې او ورورولۍ د روحیې خرابول دی.

د اسلامی ايران د ولسمشر محمود احمدی نژاد په پيغام كې راغلې دی داسې غير انسانی خوځښتونه چې د اسلام په دښمنۍ او پّ مسلمانانو كې د اختلاف په اچولو كې جرړه لری دهغو كسانو د اخلاق او معنويت ضد روحیې له امله دی چې د ټولو انسانی اصولو په چخڼی كولو سره د شرم د داغ په شان د انسانيت په تاريخ كې دهميشه لپاره پاتې كیږی.

د اسلامی ايران ولسمشر د نړۍ ټولې اسلامی ډلې او مذهبونو اتحاد او له هر ډول تفرقۍ ډډې كولو ته وبلل او په پاكستان كې د ترهه ګرو عملياتو په غندنې سره یې د پاكستان له دولت او نړيوالو ټولنو وغوښتل چې د ترهه ګرۍ د اصلی جرړې په پيژندلو او له عاملانو سره یې د مقابلې په كولو سره د ترهه ګرو عملياتو مخه ونيسی.

په پاكستان كې په وروستۍ يوې اونۍ كې په كراچۍ پیښور او ځينو نورو سيمو كې د عوامو پّ خلاف په ترهه ګرو عملياتو كې په سلګونو كسان مړه او ژوبل شوې دی.
1202433
captcha