ایکناخبري آژانس دتسنیم له قوله راپور راکړ، دمتحده عربی اماراتو او سعودي عربستان په شمول د فارس خلیج دحوزې عرب هیوادونه ،په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماټیکو نمایندګیو په پرانیستلو او کابل ته د الوتونو دبیرته پیولو له لارې هڅه کوي ، چې په افغانستان کې د قطر په څیر یو شان رول ولرل شي .
وال سټریټ ژورنال خپرونې په یوه راپور کې ددې موضوع په اعلانولو سره لیکلي دي ،د امریکا عربی متحدان په افغانستان کې د خپل شتون د پراختیا له لارې د طالبانو په نوزیږي حکومت کې په نفوذ پسې شوي دي .
په افغانستان کې قدرت ته دطالبانو له رسیدو وروسته قطر چې تر کلونوپورې د طالبانو او امریکاترمینځ دسولې دخبرواترو ځاي ؤ ، هڅه کړې ده ، چې د افغانستان او لویدیځ تریمنځ د یوه ارتباطي چینل په توګه رول ولري .
په عین حال کې متحده عربی امارات او عربستان چې د قطر سیمه ایز سیالان شمیرل کیږي ، په وروستیو اونیو کې ئې له طالبانو سره خپل تعاملات زیات کړی دی او دواړه هیوادونو په کابل کې دخپلو سفارتونو فعالیتونه بیرته پیل کړي دي . داپه داسې حال کې دي چې په کابل کې د طالبانو له ولکې وروسته عربستان هم د امریکا او لویدیځي هیوادونو په څير خپل سفارت تړلی ؤ .
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/09/14/2620402/رقابت-