IQNA

په ایران کښې د وروستیو بین الافغاني خبرو فضا مثبته وه

16:35 - January 12, 2022
د خبر لمبر: 3485260
تهران (ایکنا) -په تهران کښې د افغانستان د سفارت سرپرست عبدالقیوم سلیماني د امیر خان متقي او د احمد مسعود  او اسماعیل خان ترمینځ د خبرو اترو فضا مثبته وبلله .

 ایکناخبری آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست عبدالقیوم سلیماني پرون په خبري کانفرنس کښې په تهران کښې وروستیو بین الافغاني خبرو ته په اشارې سره وویل ما  د افغانستان د هرات له  پخواني والي اسماعیل خان او د جهاد د وخت د قومندان احمد شاه مسعود له زوي احمد مسعود سره  د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي په خبرو کښې د یوه ګډون کونکي په توګه د مذاکراتو فضا مثبته ولیدله .

سلیماني زیاته کړه په دغه غونډې کښې په پینځه (۵) ساعته خبرو کښې مهم مسائیل بیان شول او لورو په ډيره ارامه او رغنده فضا کښې په صراحت سره د افغانستان د مشکلاتو د حل لپاره خپل نظرونه بیان کړل .

د افغانستان دغه ډیپلوماټ په دې خبرې سره چې د هرات ولایت پخواني والي اسماعیل خان اساسي قانون او د ښځو مسائیلو ته پام کول او ټولنیز عدالت ته د رسیدا لپاره د یوه (۱) چوکاټ جوړول مطرح کړل او ویې ویل احمد مسعود او اسماعیل خان  هم وویل مونږ د جنګ پلویان نه یوو  او  په سولې پسې یوو  .

په تهران کښې د افغانستان د سفارت سرپرست عبدالقیوم سلیماني په دې خبرې سره چې دغه خبرې اترې د ایران د اسلامي جمهوریت په نوښت سره تهران ته د طالبانو د  موقته حکومت د سرپرست خارجه وزیر امیر خان متقي د سفر په څنګ کښې وشوې وویل د ایران اسلامي جمهوریت وویل د افغانستان د مشکلاتو د  حل کیدا او د دغه هیواد  د داخلي سیاسي ډلو که هغه په خارج کښې دي او که په هیواد کښې دي د نظرونو د نږدې کولو لپاره د هرې غونډې ملاتړ کوي .

هغه ټینګار وکړ د تهران خبرې یو پیل و او وټاکل شوه لوري له خپلو ټیمونو سره مشورې وکړي چې وویني ایا امکان شته چې خبرې دوام ولري .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i110904

captcha