IQNA

د افغانستان  هرات ته د خواف ریل پټلۍ جوړیدا بیرته پیلیږي

8:14 - March 24, 2022
د خبر لمبر: 3485585
تهران (ایکنا) - د خواف هرات ریل پټلۍ ،د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت د پراختیا لپاره یو ترټولو مهم ظرفیّت لرونکي لاره ده .

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړپه افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د ریلي چارو د ادارې مشر  ددې خبرې په  کولو سره چې د خواف هرات  دریل پټلۍ دجوړلو  بهیر  به ډیر زر پیل شی، ووئيل،  د طالبانو اوایران  د مسئولانو  په کتنې کې   د مسافرانو  او د شیانو  د منتقلولو  دپه  یلیدا په باب سره سره موافقه کړې ده .

د خواف هرات ریل پټلۍ ،  د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت دپراختیا لپاره یو ترټولو مهم ظرفیّت  لرونکي لاره ده .

 د طالبانو دموقته حکومت د ریلی چارو د ادارې مشر  بخت الرحمن  شرافت  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،ددغې ریل پټلۍ د جوړیدا بهیر  او همداراز د اورګاډي د تمځاي  بیا رغونه به، چې په وروستیو بدلونونو کې خراب شوی ؤ ، ډیر زر پیل شي .

 شرافت په دې خبرې په ټينګار سره چې  له دغې ریل پټلۍ له لارې تجارتي فعالیتونه  په لومړیتوب کې دي ووئیل ،  ددغې ریل پټلۍ له لارې د مسافرانو تګ راتګ  او دشیانو دمنتقلولو د پیلیدا په باب  تردې دمه  دایران او طالبانو  د پلاؤ   درې ځله  لیده کاته او خبرې کړي دي . 

 البته  د ایران د لارو او ښارونو د جوړولو  وزارت ته د ریل پټلۍ د نړیوال ارتیاط په باب  د  ایران او افغانستان  دنړیوالې موافقې  دقانون په ا بلاغ   کونې کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  د ولسمشر سید ابراهیم ریئسي  حکم  هم  دا هیله رامینځةکړې ده چې د خواف هرات  په ریلي پټلۍ  د اور ګاډي چغه به ډيره زر پورته شي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i113798

captcha