IQNA

هندي حکومت دې تاؤتریخوالي په سوله ایز ډول حل کړي

2:18 - March 06, 2020
د خبر لمبر: 3482867
تهران(ایکنا) - د ایران دا سلامی شورا مشر همداراز د تهران او نوي ډيلی داړیکو داهمیّت په یادونې سره په هندوستان کې د درستو مذهبونو اوقومونو د ګډ ژوند او خبرواترو پياوړتیا ضروري وبلله .

د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجااني  په هندوستان کې د مسلمانانو په وژلو داندیښنې په څرګندولو سره پر نوي ډيلي غږ کړی، په سوله ایزې رودې  سره دې د تاؤتریخوالو د حل لپاره له درستو ظرفیّتونو استفاده وکړي .

ډ اکټر لاریجاني  نن ددې خبرې په کولو سره چې  مسلمانان د هندي ټولنې  او فرهنګ یوه غوره برخه ده ،ددغه هیواد په پرمختګ او پراختیا کې ئې مهم رول درلودلی دی ، ووئیل  هغه اخستون او انځور چې  په هندوستان کې  د ښاریزتوب دحقوقو پهنامې سره  له نوي قانونه  موجود دی ، د مسلمانانو لپاره د زیاتو محدودیتونو درامینځةکیدا ښودونکی او  او همدغې موضوع اندیښنې او ترینګلتیاوې رامینځةکړي دي .

هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې  هندوستان د بیلابیلو کلتورونو ،دینونو ،مذهبونو، ژبو او توکمو ټاټوبی دی ، ووئيل ؛ ددغه شان ترینګلتیاؤ او موضوعګانو رابرسیره کیدا،  د هندي تمدن او کلتور له روح سره  سمون نخوري .

د ایران دا سلامی شورا مشر  همداراز د تهران او نوي ډيلی  داړیکو  داهمیّت په یادونې سره په هندوستان کې د درستو مذهبونو اوقومونو د ګډ ژوند او خبرواترو پياوړتیا ضروري وبلله .

دهندوستان د ښاریزتوب د قانون اصلاح  په درست هیواد کې د پراخو اعتراضونو  د راپورته کیدا لامل شوي ده ، اعتراض کونکي باؤري دي ، چې دغه اصلاحات د مسلمانانو  د په نښه کولو او  دهغوي په ضد د توپیرناکو اقداماتو لامل کیږي .  په  عین حال کې وروستي راپورونه ښئ ،  ځینو افراطي دلو  د نوي ډیلي په شمال  ختیځ کې  جوماتونه ړنګ کړي او مسلمان میشتو سیمو کې ئې ډير زیات تاوانونه او داسې جنایتونه کړي  چې  اصلا  انسانیّت ترې شرمیږي .
تهران پښتو راډیو

captcha