IQNA

په مشهد کې د؛ علوي غورځنګ ،رضوي هجرت؛ نومې پښتو کتاب مخ کتنه وشوه

9:36 - May 02, 2024
د خبر لمبر: 3489150
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په مشهد مقدس کې په پښتو ژبه د ؛ جنبش علوي ،هجرت علوي ،یعني  علوي غورځنګ، رضوي هجرت ؛ په نامې سره  په پښتو د ژباړل شوي کتاب مخه کتنه وشوه.

ایکنانیوز  داسلامی ارتباطاتو  او کلتور د ادارې دعمومي  اړیکو  له قوله راپور راکوي،په خراسان رضوي کې د کلتور او اسلامی ارشاد  د  ادارې د  نمایندګۍ مشر حجةالاسلام علی باقري   په دغو دستورو کې  د آیت الله مرتضی مطهري د شهادت د کلیزې  او داستاد د رځې په درنښت سره  ووئیل،  د د حضرت امام حسین علیه السلام  له شهادته وروسته د تشیّع آیمه معصومینو(ع) مختلفو  نظرونه درلودل. ځینو اعتقاد درلود، چې دوي  د امام حسین (ع) له پاڅون وروسته  وسلواله مبارزه پریښوده او  داهل البیت (ع) د معارفو په بیانولوسره ئې د تشیّع پیاوړتیا ته مخه  کړه او  یو شمیر نورو  مبارزه د حضرت امام الزمان پاڅوته وځنډوله.

هغه په دوام کې ووئيل،؛ علوي غورځنګ ،رضوي هجرت ،نومې کتاب د امام حسین علیه السلام څخه وورسته  دترسره شوو پاڅونونو په ذکر کولو سره اثباتوي  چې علوي پاڅون او د معصومو امامانو او دهغوي پیروکارو مبارزه، هیڅکله نه ده دریدلې  او دوي  دحق داحیاء او د تشیّع د حقانیّت د اثبات لپاره تل په مبارزې بوخت وو او دغه پاڅونونه  هیڅکله  حاکمیّت او خلافت ته د رسیدا لپاره نه وو ،او هماغه شان  چې اشاره وشوه ، دحق د احیاء  او دمظلومانو او کړیدلو  له حقه دفاع وه .

حجةالاسلام باقري  دغه راز ووئيل،  د  کتاب دیووای ګروهنې او د اسلامی  مذهبونو پر وحت ټينګار ته په پام سره  ددغه کتاب پښتو ژباړه چې د پښتو زیاتره پیروکار حنفي مذهبه  ده ، دسیمې دمسلمانانو  په وحدت او یووالی کې ښه رول لوبولی شي.

 د پوهنتون استاد او درشوي کال د کتاب د جشنوارې د قضاؤت کونکي کمیټې غړي  مجتبوي  د سیمې  په هیوادونو کې د شعیّت د معرفۍ او د مکتوبو آثارو په باب  د اطلاعاتو نشتوالی او د فرهنګ ټيټوالي ته په اشارې سره ، په پښتو ژپې د غلوی غورځنګ ،رضوي هجرت  نومې کتاب ترجمه  یو کلتوري حرکت او د شعیّت په معرفي کولو کې یو اغیز شیندونکی خوخښت وباله چې  په دې حوزې کې یوه څپه رامینځةکولی شي.

د  ( رضوي کال د غوره کتاب ) ؛جنبش علوي ،هجرت رضوي  نومې کتاب لیکوال خالق نیا  هم په دغو دستورو کې  په پښتو ژبه  ددغه کتاب دترجمې په باب  مطرح کړه چې  د ۱۴۰۰لمریزکال  له مرداد میاشتې څخه  دافغانستان بدلونونه په یوې داسې لارې  روان شول چې د بیانونکي جهاد په کړچار سره  فعالیتونو اواقداماتو ته اړتیا لازیات هشوه.  په دغه کال کې د هرات ښار له پوهنتوني استاذانو سره  په ارتباط کې  متوجه شوو ، چې   درضوي فرهنګ  او تاریخ په باب  په افغانستان کې د خلکو او شخصیّتونو  د اړتیا وړ  تاریخي اطلاعات  ډیر کم دي او  په دې زمینې کې  اړونده آثارو  ترجمې او تولید ته ضرورت لرو ،په همدې خاطر  ددغه کتاب ژباړل په ایجنډا کې شامل شو.

https://iqna.ir/fa/news/4213496/ -

captcha