IQNA

د شیخ حصان د تلین په مناسبت

د مصرفقیه قاری او د وقف اوابتداپه رعایتونول کې تجروبه

10:13 - May 04, 2024
د خبر لمبر: 3489157
ایکنا -  شیخ محمد عبدالعزیز حصان لکه څنګه چې په وقف او ابتدا کې یوه خاصه تجروبه درلوده،داسې چې  دآیتونو په معنا کې ئې هیڅ خنډ نه رامینځةکاوه ،د ؛فقیه قاري (یعنی دانا قاري ) لفب ئې وموند.

ایکنانیوز  د المساء  له قوله راپور راکړ، شیخ محمد عبدالعزیز حصان د مصر یو نامتو قاری ؤ او هغه امیدوار ؤ چې پر اسرائيلو د بریالیتوب د لومړنۍ ورځې په سهار  د قرآن کریم تلاؤت وکړي څو د مصر ملت عزت اوکرامت بیرته راوګرځي. نو ځکه  د ۱۹۷۳کال د اکتوبر په اومه نیټه   ئې په مجسد زینبیه کې  دقرآن کریم یو شمیر آیتونه قرائت کړل او  له دې وروسته د ؛ بریالیتوب په قاري ؛ او په :؛ غوټه پرانیستونکي قاري ؛ مشهور شو،خو ترټولو مشهور لقب ئې د؛ قرآی نغمو او د وقف اوپيل استاد؛ ؤ.

هغه په وقف او ابتدا کې یوه  خاصع پوهه او یو په زړه پورې آواز درلود، داسې چې د آیتونو په معنا کې ئې هیڅ خنډ نه رامینځةکاوه . له دې امله په هغه مهال کې د قرآن د قرائت لویویانو  هغه ته د ؛فقیه قاری؛ لقب ورکړ،ځکه  په وقف کې ئې یوه نوي روده ایجاد کړې وه.گزارش/ مروری بر زندگی قاری فقیه «شیخ محمد عبدالعزیز حصان»

محمد عبدالعزیز بسیوني حصان ، د ۱۹۲۸ کال د  اګست په ۲۲ نیټه د چارشنبې په سهار  د مصر په الغربیه ولایت کې  په ؛فرستق ؛ کلي کې زیږیدلی ؤ او په ماشوموالي کې ئې خپله بینائي له لاسه ورکړې وه. 

د کلي  د مکتب خانې معلم شیخ علی عزالدین   له هغه سره د قرآن کریم په حفظ کې مرسته وکړه تردې چې په لس کلنۍ کې  ئې له نابینائي سره سره ټول قرآن کریم حفظ کړئ شو.په هماغه ماشوموالي کې د قرآن کریم د احکاموعالم شو څو پر ټولو ثابته کړي چې په ماشوموالي کې د؛ شیخ محمد؛ د لقب وړ دی.

گزارش/ مروری بر زندگی قاری فقیه «شیخ محمد عبدالعزیز حصان»

شیخ حصان د شیخ مصطفی اسماعیل د قرآئت له رودې اغیزمن شوی ؤ او د مصر دغه لوي قاري د قرائت په دنیا کې د حصان لوړه بیلګه ؤ.هغه خپل قرآني ژوند د مصطفی اسماعیل په تقلید سره پيل کړ او وروسته ئې د قرآن کریم په قرائت کې خپل خاص مکتب ایجاد کړ او د ویر او په نورو ډيرو مختلفو دستورو  کې د قرآن کریم تر ډیرو کلونو پورې دقرآن قاري ؤ او په دې وسیله  وتوانید، په هماغه پړاؤ کې بې مخینې شهرت ترلاسه کړي. 

شیخ حصان په ۱۹۹۶کال کې د مصر ریډیو ته وارد شو او همدغه چاره د مصر په داخل او نورو عربو هیوادونو کې د هغه د غږ د خپریدا اود هغه د انداز د مشهورتیا د زیاتیدا سبب شوه او په دې پسې، ددرستې نړۍ د اسلامی هیوادونو له خوا  د قرآن د قرائت  لپار بلل کید.

شیخ محمد بن عبدالعزیزحصان په نهایت کې د جمعې  ورځې سهار وختي  د ۲۰۰۳کال د مئ په  دوهمه نیټه  وفات شو.د هماغه ورځ په مازدیګر د هغه میرمن هم حق ته لبیک ووئيل او هردواړو یوځاي  او په یوه ورځ د حق وآخوا ته الوت وکړ.

ایکنا نیوز په دوام کې د خدای بخښلي محمد عبدالعزیز حصان په زړه پورې غږ سره د قصص سورې  یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوي. 

https://iqna.ir/fa/news/4213383

captcha