ایکنا - شیخ طنطاوي جوهری د ؛ الجواهر فی تفسیر القرآن الکریم ؛نومې تفسیر کتاب خاوند دی. هغه پخپل تفسیر کې د مسلمانانو د اړتیاوړ احکامو او اخلاقو بیانولو ته مخه کړې،خو ددغه تفسیر ترټولو مهمه ځانګړنه دهغه علمي بحثونه دي چې دقرآن کریم څخه ئې ۷۵۰ آیتونه د طبیعی علومو له مطلبونو سره تطبیق کړی دی.

ایکنا نیوز د مصری الیوم له قوله راپور راکوي، شیخ طانطاوی جوهري په ۱۸۶۱ کال کې دمصر په شرقیه ولیت کې په کفر عوض الله حجازي کلي کې زیږیدلی دی. هغه دق رآن کریم د مقدماتو او حفظ له زده کولو وروسته الازهر ته وارد شو او هلته ئې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ،البته د خپل پلار د ناروغۍ له امله مجبوره شو،څو تر درو کلونو لپاره الازهر خوشی کړي.
وئيل کیږي، چې هغه پخپل زیږنځي کلي کې د هغه ریل ګاډي له لیدو ورورسته چې له کلي تیرید، حیرانه شو او له دې چې انسان څرنګه په علم سره دومره لوي ایجاد ته رسیدلی اوولې مسلمانان دغه شان پوهې څخه بې برخې دي ، په فکر کې ډوب شو. دغه چاره هغه دې ته اړ کړ څو د لویدیځ تاریخ ،علومو او فلسفي مطالعې ته مخه کړي. هغه د یوناني، کانټ او سپنسر فلسفې څخه ډيرآثار مطالعه کړل او همدارا ئې د طب ، درمل جوړونې او نجومو په څير دعلومو دتاریخ مطالعه هم وکړه، دغه راز د آين شټاین په څير فیزک پوهو د آثارو مطالعې ته هم مخه کړه او لویدیځ ته ئې له اسلامی نړۍ دعلمی بریاؤ د متقلیدا تاریخ هم وسپړه.




https://iqna.ir/fa/news/4211837