ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپورو رکړی،په کابل کې د قرآن کریم ترټولو لوي ملی ننداتون د افغانستان د ریس الوزرا د دفتر ،د کلتور او اطلاعاتو ،د قبایلو او قومون ود وزارتونو او دغه راز د کابل د ښاروالۍ او پیغامبر اعظم فاؤنډیش د مسئولانو په ملګرتیا او شتون سره د لومړي ځل لپاره پرانیستل شوی او تر یوې ونۍ پورې به دوام ولري.
دغه نندارتون د قرآن تربیّت او دافغانستاني ټولنې په شعار سره جوړ شوی دی او د قرآن کریم د کتابت او د هغه داړونده مسئلو ،قرآني آثارو او کتاب ۲۵سټالونه لري.
د ایران د اسلامی جمهوریت ، ترکیې ،متحده عربی امارا او دځينونورو هیوادونو د سفارتونو د مسئولانو او همداراز دمختلفو شخصیّتونو ،سیاسی او کلتوري چارواکو او مسئولانو ددغه قرآڼی نندارتو په پرانیستونکو دستورو کې شتون درلود.
د افغانستان دغه قرآني نندارتون دیوې اونۍ لپاره د کابل په دارالامان ماڼۍ کې د ترسره کیدا په حال کې دی.
ټاکل شوې ده،د قرآني نندارتون د پروګرام په اساس به،هره ورځ په دیني ،مذهبی او کلتوري موضوعګانو سره لوي محفلونه هم ترسره شي او د ماشومانو لپاره ډول ډول پروګرامونه په نظر کې نیول شوي دي.