د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د آيت ا... صادق آملی لاريجانی په نامه په دغه حكم كې راغلی دی اوس چې د قضايه قوې په مشرۍ د ايت ا... هاشمی شاهرودی د مسئوليت وخت ختم شوی دی ، د هغه د مجاهدت تل پاتيكيدونكو او ارزښمتنو خدماتو پهّ قدرونې سره، تاسو ته چې د قم د علميه حوزې يو نامتو استاد او د نوښت او نوی والی د توان او روحیې لرونكی ياست ،د اساسی قانون د ۱۵۷ اصل په اساس مو د ايران د اسلامی جمهوريت د قضايه قوې په مشرۍ ټاكم .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دغه حكم كې هيله كړې چې د ا پړاؤ د ايران د اسلامی جمهوريت د قضايه قوې د غوړيد پړاؤ شی
448250