
یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د «سلول ۱۴» نومې کتاب د حضرت آیتالله سید علي خامنه اي د اسلامي انقلاب د مبارزو د دورې د زندانونو او تبعید خاطرات رانغاړي. د دې کتاب اصلي نسخه په عربي ژبه لیکل شوې او په بیروت کې د «إنّ مع الصّبر نصراً» په نوم خپره شوې وه، او وروسته په فارسي ژبه د «سلول ۱۴» او «خون دلی که لعل شد» تر عنوانونو لاندې ژباړل او خپور شوی وو.
اوس دغه کتاب د «الکساندر آندویوشکین» په ژباړې سره، په ۲۵۶ مخونو کې د اې.سي.ټي (АСТ) او صدرا خپرندویو لهخوا په روسي ژبه ژباړل شوی او د اسلامي انقلاب د تاریخ او د انقلاب د شهید رهبر د شخصیت مینوالو ته وړاندې شوی دی.
هغه څه چې دا کتاب له ورته نورو کتابونو څخه بېلوي، د حکمتونو، درسونو او عبرتونو بیان دی، چې د بحثونو په مناسبت بیان شوي او هر یو یې د کتاب د لوستونکو، په ځانګړي ډول ځوانانو لپاره د پهلوي رژیم له فجایعو، د مبارزانو له سختیو، کړاوونو او زحمتونو او په مقابل کې د انقلابیونو له درېدنې، مقاومت، اخلاص او ایمان سره د آشنا کېدو لارښوونکی څراغ کېدای شي.
اې.سي.ټي خپرندویه له دې وړاندې هم د قرآن کریم او نهج البلاغې روسي ژباړې او همدارنګه د نهج البلاغې غږیز کتاب په روسي ژبه چې د ابن سینا بنسټ او صدرا خپرندویې لهخوا چمتو شوي وو، د خپلې پانګونې په وسیله خپاره کړي دي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172692