IQNA

د اوکراین په نوي قرآني ژباړې کې د مکتب تشیّع د لیدلوري د تشې ډکول

15:09 - May 20, 2026
د خبر لمبر: 3492797
ایکنا- د قرآن کریم په اوکرایني ژباړې کې تازه هڅه شوې چې د دې مقدس کتاب په اړه په اوکراین کې د موجودې شیعه لیدلوري تشه ډکه کړي، او د نوې تفسیرونو له لارې ئې دا کار کړی دی.

 ایکنانیوز د The Global Quran په حواله راپور راکړی، اوکراین د ختیځې اروپا له  هیوادونو دی چې اسلام له مسیحیت وروسته پکې ډیر پیروکاران لري. اوکراین ته د اسلام  رسیدا د ۱۰  پېړۍ  له لومړئ نیمائي سره  اړه لري، کله چې مسلمان سوداګر دغه هیواد ته تلل. اسلام د جنوب (عربي او ترکی هیوادونه) او د ختیځ (قفقاز) له لارې اوکراین ته رسیدلی دی.

مسلمانان د دغه هیواد  په کریمه ټاپو کې د اکثریت په توګه ژوند کوي. د پیو د څېړنیز مرکز له مخې، د اوکراین د مسلمانانو شمېر ۳۹۳ زره ښودل شوی، خو د اوکراین د مسلمانانو ادارې مرکز ئې کابو  ۲ میلیونه اټکل کړی دی.

د دې لوړ اټکل له مخې، شاوخوا ۱۰۰ زره مسلمانان په اوکراین کې شیعه دي. د دغه هیواد شیعه مسلمانان زیاتره د آذربایجان، ایران، قزاقستان او ازبکستان مهاجر دي.

د شیعه ټولنې د ودې له امله، د اسلامي او شیعیت متنونو په اوکرایني ژباړې اړتیا زیاته شوې، چې قرآن کریم د دې متنونو سر کې دی او څو ځله ئې په اوکرایني ژبې  ژباړه شوې ده.

د اوکرایني ژباړو تاریخچه:

لومړنۍ ژباړه په ۱۹۱۳ کې د لویو د اوسیدونکي اولیګذنډر لیسینسکي لخوا ترسره شوه.

په ۱۹۲۰ لسیزې کې، مشهور اوکرایني ختیځ پوه، آگاتانگل کریمسکي، د قرآن ځینې برخې په اوکرایني ژبې  وژباړلې.

د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې، یارما پولوتنیوک د قرآن کریم لومړنۍ مکي سورو منظومه ژباړلې  او د «وسسویت» مجلې کې خپره شوه.

 یو بل مشهور ختیځ پيژاند او کارپوه والري ریبالکین، د قرآن د ژباړې لپاره مهمه ونډه لرله او د قرآن ځینې برخې ئې ژباړلي دي.

په ۲۰۱۰ کې، په اوکرایني ژبې د قرآن کریم لومړنۍ بشپړه ژباړه خپره شوه، چې ژباړن ئې والري بصیروف و.

په ۲۰۱۳ کې، دویمه بشپړه ژباړه هم خپره شوه.

د  اهل تشیّع بشپړه ژباړه:

په ۲۰۲۱ کې، د شیعه مکتب په اساس د  قرآن کریم لومړنۍ  بشپړه ژباړه په کیف او خارکوف کې خپره شوه، چې په اوکرایني ژبه څلورمه بشپړه ژباړه وه.

دا ژباړه د روسي ژبې له ژباړې څخه په الهام اخستو سره  په اوکرایني ژبې  بیا ژباړل شوې، د ماګومد-نوري عثمانوف له ژباړې.

د نامیک باباخانوف ژباړه د  د شیعه مکتب له هغو درو ژباړو څخه  ده چې په وروستیو کلونو کې په سلاوئي ژبې خپره شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4352828

captcha