
ایکنانیوز د Asia Times له قوله راپور راکړی، ددغې اونیزې په وروستي راپور کې راغلي دي، د ډونالډټرمپ او شي جین پین ترمینځ په بېجینګ کې هممهاله لیدنه د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمینځ د کړکېچ د کمولو لپاره ترسره کېږي، خو د تعرفو، نوې ټیکنالوژۍ سیمه ایز و او نړیوالو امنیتی ترینګلتیاؤاو سټراټیژیکو معدني موادو په اړه اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
په دې منځومیان کې، د امریکا او اسرائیلو له لوري د ایران پر ضد د تپلي جنګ اغېزې او په هرمز تنګي کې نوی رامینځةشوی بدلون چې د انرژۍ د لېږد له تر ټولو مهمو لارو څخه شمېرل کېږي، د آسیا پر هغو اقتصادونو ئې چې پر انرژۍ تکیه لري، اضافي دباؤ راوستی او د دغو مذاکراتو تر ټولو اغېزناک عامل بلل کېږي.
له بلې خوا، د جنوبي آسیا هېوادونه هڅه کوي د دواړو قدرتونو ترمینځ انډول وساتي، خو د بېجینګ غونډه ښائي هغوی له سختو ټاکنو سره مخ کړي.
که څه هم دغه غونډه په رسمي ډول د امریکا او چین د دوهاړخیزو اړیکو د کړکېچ د کمولو لپاره هڅه بلل شوې، خو شنونکي باور لري چې پایلې به ئې یوازې په دوهاړخیزو اړیکو پورې محدودې نه وي، بلکې د جنوبي آسیا د هېوادونو ستراتیژیکه ازادي او د مانور ساحه به هم تر اغېز لاندې راولي. دا سیمه کابو دوه میلیارده نفوس لري او اقتصادي بقا او ملي امنیت ئې یو له بل سره ډير تړلي شوي دي.
د جنوبي اسیا هېوادونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د یوې حساب شوې او مبهمې سټراتیژۍ له لارې، له یوې خوا د چین له بیخ بینائي پانګونو ګټه واخلي، او له بلې خوا له لوېدیځ سره خپلې امنیتي او سوداګریزې اړیکې وساتي.
د راپور له مخې، د سیمې ډېری هېوادونه غواړي چې د امریکا او چین ترمنځ سیالي کنټرول شوې بڼه ولري، څو هم د نړیوالې اقتصادي ځوړتیا مخه ونیول شي او هم دوي دې ته اړ نه شي چې د دواړو قدرتونو له ډلې یوازې یو انتخاب کړي.
په دې منځ کې، New Delhi د دې توازن په مرکز کې واقع دی. هند خپله بهرنۍ امنیتي تګلاره د «څلوراړخیز امنیتي ډیلاګ یا «کوآډ» (QUAD) پر چوکاټ ولاړه کړې، چې هند، جاپان، اسټرالیا او امریکا پکې شامل دي، او له امریکا سره پرمختللې دفاعي همکارۍ پراخوي. خو بیا هم له چین سره محدودې اقتصادي اړیکې ساتي او د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د احتمالي نرمښت په پایلو اندېښنه لري.
په مقابل کې، Pakistan د «چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز» یا (CPEC) پروژې له لارې پر چین لا زیات تکیه لري، او له بېجینګ سره ئې صنعتي او بیخ بینائي ملګرتیا پراخه کړې ده او دغه راز د ایران په ضد دامریکا او اسرائيلي رژيم دتپلي جنګ په د وام کې ئې دایران په ملاتړ کې کوټلي ګامونه پورته کړي او او س هم هڅه کوي د دغه تپلی جنګ د درولو او ددواړو لورو ترمینځّ د سولې او روغې جوړې په خبرو اترو کې د پرمخ تګ د راوستو لپاره ډیرې هڅه کوي او د مینځګړی رول لوبوي چې په سیمې او نړئ کې ئې خپل غوره رول نوره هم پیاوړی کړی دی او دزیاتره هیوادونو اعتماد ئې هم پر ځان بحال کړی دی. او د سیمې په حالاتو کې د یوه غوره رول لوبونې وړتیاوې لري.
د سیمې کوچني هېوادونه لکه Bangladesh، Afghanistan، Bhutan، Sri Lanka او Maldives هم د نرمې تګلارې په غوره کولو سره هڅه کوي چې هممهاله د چین له اقتصادي فرصتونو او د نورو قدرتونو له اړیکو ګټه واخلي، خو د پورونو دباؤنو او پراختیائي اړتیاوو د هغوی ټاکنې محدود کړي دي.
شنونکي باور لري چې یوازې د بېجینګ د غونډې پایله به د جنوبي اسیا راتلونکې لاره ونه ټاکي، بلکې دا چې هېوادونه څنګه خپل داخلي سیاستونه له نړیوالو بدلونونو سره عیاروي ـ لکه د اقتصادي شریکانو ډولوالی ، او د اقتصادي او امنیتي زغم پیاوړتیا ـ دا به د ایران په ضد د تپلی جنګ او د سترو قدرتونو د سیالۍ له امله رامنځته شوو شاکونو پر وړاندې تر ټولو مهم رول ولوبوي.