
ایکنانیوز دایرنا له قوله راپور راکړی،د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف» د اسراییلو د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ویئلي ئې وو د پاکستان ټولنیزې رسانۍ په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو د خوریدو سبب کېږي، وویل: وګورئ څوک خبرې کوي! هغه بلا چې د فلسطینيو بندیانو، ښځو، سړیو او ماشومانو پر ضد د اسراییلي وحشي عسکرو ،بند ساتونکو او سپَیو لهخوا تېری او ظلم هڅوي او دودوي ئې .
هغه ټینګار وکړ: «د بشریت سر له شرمه ټیټ شوی دی.
د روان کال د وري د میاشتې په نیمائي کې، او د امریکا او ایران ترمینځ د اسلامآباد له مذاکراتو مخکې، خواجه آصف په اېکس ټولنیز چینل کې اسراییلي رژیم د بشریت لپاره د شر او لعنت سرچینه بللې وه او د لبنان د خلکو پر ضد ئې د وروستیو جنایتونو په غندلو سره وئیلي وو:د اسلامآباد له مذاکراتو سره هممهاله له ، د اسراییلو لهخوا د بېګناه خلکو نسلوژنه لا هم روانه ده.
هغه زیاته کړه: بېګناه خلک د اسراییلو لهخوا وژل کېږي؛ لومړی غزه، بیا ایران، او اوس لبنان، او دا د وینو توَیول لا هم دوام لري.
د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار کړی؛زه هیله او دعا کوم چې هغو کسانو، چې د فلسطین په خاوره کې ئې دا سرطاني دانه جوړه کړه څو د اروپائي یهودیانو له شره خلاص شي، د دوزخ په اور کې دې وسوځي.
https://www.irna.ir/news/86154084