IQNA

د حضرت علی عليه السلام او د بې بې فاطمه الزهراء د واده مباركه كليزه

17:06 - October 30, 2011
د خبر لمبر: 2214558
ټولنيزه ډله: د سپوږميز ۱۴۳۰ كاله وړاندې د دويم هجری قمری كال د ذی الحجې په لومړی نېټه د پيغمبر صلی الله عليه واله ګرانې لور بې بی فاطمه زهرا سلام الله عليها او د هغه حضرت زوم حضرت علی عليه السلام ګډ ژوند پيل كړ.
حضرت بی بی فاطمه الزهراء سلام الله عليها يوه ښه او با فضيلته ميرمن وه چې ډيری پياوړو مسلمانان د هغو سره واده كول غوښتل خو رسول اكرم صلی الله عليه واله ويل چې د فاطمه زهرا بی بی واده د خدای جل شانه په غوښتنه پورې اړه لری.
بالاخره حضرت علی عليه السلام فاطمه بی بی له حضرت محمد صلی الله عليه واله څخه وغوښتله او حضرت محمد صلی الله عليه واله هم له فاطمې سره پدې برخه كې له سلامشورې كولو وروسته حضرت علی عليه السلام ته وركړه
له واده كولو وروسته دغو د دوو بيلګه ييزو انساناو ساده خو له معنويت او مينې ډك ژوند پيل كړ او پدې له مينې ډكې كورنی او مركز كې د حضرت امام حسين ، امام حسن عليهما السلام او حضرت بی بی زينب سلام الله عليها په څيركسان چې د كاملو انسانو د بيلګه ګڼل كیږی وده وكړه او وروزل شول.
888959
captcha