IQNA

14:38 - May 06, 2026
د خبر لمبر: 3492736

په افغانستان کې ټولو ښاریزو ته له کوم توپیر پرته امنیتي خدمات ورکول کیږي

ایکنا- د افغانستان د طالبانو حکومتی چارواکي وائي؛ د وګړو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د هیڅ توپير ته قایل نه دي او ټول خلک به له کوم توپيره  له یو شان   امنیته برخمن دي.

په افغانستان کې ټولو ښاریزو ته له کوم توپیر پرته امنیتي خدمات ورکول کیږي

یکنانیوز د پارس ټوډی   په حواله خبر  راکړی چې د  افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند «عبدالمتین قانع» د افغانستان ټولو خلکو ته د پراخو او بې تبعیضه امنیتي خدماتو د ورکولو خبر ورکړ او ټینګار ئې کړی چې پولیسي ځواکونه په ټول افغانستان کښې د امنیت د تامینولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.

قانع د افغانستان د شیعیانو د عالي کمیشن له مشر«محمدعلی اخلاقي»  او د دغه کمیشن له غړو سره په کتنې کښې د امنیت په تامینولو کښې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت تګلارې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دې وزارتخانې مسئولان او د پولیسو ځواکونه په پوره توان سره د ټولو قومونو او مذهبونو لپاره د پایداره امنیت د ټینګښت په لړ کښې فعالیت کوي.

په دغه کتنه کښې د افغانستان د شیعیانو د عالي کمیشن غړو هم له نظام او امنیتي مسئولانو د ملاتړ په اعلانولو سره ټینګار وکړ چې په مختلفو برخو په تیره بیا د امنیت په تامین کښې به له پولیسو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

حاضرینو د دغې غونډې په باې کښې د افغانستان د اقوامو ترمینځ د ملي یووالي او پيوستون په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د افغانستان د خدمت په لړ کښې یې د همکاریو په دوام د نظر اتفاق درلود.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172612

captcha