
یکنانیوز راپور راکړی، د مکې په حرا کلتوري سیمې کې د قرآن کریم میوزیم لا هم یو بډایه کلتوري او تعلیمي تجربه وړاندې کوي او لیدونکو ته ئې داسې لارې پرانیستې دي چې د قرآن کریم تاریخ او اړوند علوم وپلټي.
په دې موزیم کې لیدونکي کولای شي د بېلابېلو دورو خطي نسخې او نادر اثار وګوري. دا اثار څرګندوي چې مسلمانانو د اسلام له پیله تر نن ورځې پورې د خدآي کتاب ته څومره پاملرنه کړې ده.
د دغو ځانګړو نندارېزو اثارو په مینځ کې یو قرآن هم شامل دی چې پر مسي تختو لیکل شوی او د قاضي عصمت الله خان له لوري ئې کتابت شوی دی.
د دې اثر تاریخ د دولسمې هجری قمری پېړۍ (اتلسمې میلادي پيړئ) ته رسېږي او دا د اسلامي هنرونو د مهارت، دقت او د قرآن د لیکلو په ښکلا او علمي اصولو د ځانګړې پاملرنې څرګندونه کوي.
دا نادر قرآن د د ملک فیصل د اسلامي څېړنو او مطالعاتو مرکز د ټولګې یوه برخه ده، چې د اسلامي میراث د ساتنې او څېړونکو او مینهوالو ته د لاسرسي لپاره کار کوي او دا فرهنګي میراث مستند کوي.
دا هنري اثر د اسلامي خوشخطئ او تزئیناتو د ټینګو دودونو دوام ښئي، چې د قرآن کریم د لیکلو د ښکلا بشپړولو ته ځانګړې پاملرنه لري—له پُوستکي او کاغذ څخه رانیولې تر فلزاتو پورې د بېلابېلو موادو او تخنیکونو په کارولو سره. دا چاره د خداي له کتاب سره د مسلمانانو ژوره اړیکه او د هغوی دا ژمنتیا څرګندوي چې دا کتاب د هنر په ښکلو بڼو کې تلپاتې کړي.
د مکې د قرآن کریم میوزیم د نړۍ له مهمو قرآني میوزیمونو څخه ګڼل کېږي، چې نادر اثار، تاریخي خطي نسخې او د نړۍ تر ټولو لوی قرآن (۲.۳۰ میتره × ۳.۲۸ میتره) په اوسمهاله دور او متقابل ډول نندارې ته وړاندې کوي.
دغه میوزیم د نړۍ د تر ټولو لوی قرآن د نندارې له امله، چې د هغه د راټولولو تاریخ د اسلام د پیغمبر ﷺ له وخته مستند کوي، د ګینس نړیوال ریکارډونو تصدیق هم ترلاسه کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4350410