د «aps»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د»(FILDAK) په عنوان سره د ډاكار د كتابونو د ديارلسم نړيوال نندارتون مسئولانو د روانې مرغومی د مياشتې په دوئمه د يو رپورټ په خپرولو سره اعلان وكړ چې د اسلام په دين او د مختلفو اسلامی مذهبونو د منونكو تر منځ د همزيستۍ او بې تعصبۍ پورې اړوند كتابونه د نورو موضوعاتو نه په زياته اندازه د خلكو د هركلی وړ وګرځيدل.
د دغه رپورټ له مخې د رسول اكرم حضرت محمد مصطفی (ص) د ژوند، د لمونځ او د صحيح وضو او په مختلفو هيوادونو كښې د مسلمانانو ترمينځ د وحدت او يووالی په هكله كتابونه، د دغه نندارتون ترټولو زيات خرڅيدونكی كتابونه وو. 921290